د امریکا پوځ ویلي چې په اردن کې دوه امریکایي سرتېري د ایران له خوا د توغول شویو بالستیک توغندیو پر وړاندې د دفاعي عملیاتو پر مهال وژل شوي او یو بل لا هم ورک دی.
د امریکا د پوخ مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) د جولای په ۱۸مه نېټه په ایکسپاڼه کې ویلي چې څلور نور سرتېري ټپیان شوي او د درملنې لپاره د اردن روغتونونو ته لېږدول شوي ووچې له ډلې یې دوه تنه له روغتون څخه رخصت شوي دي. دغه راز ویل شوي چې د څو نورو پوځیانو د برسیرنو ټپونو درملنه شوې او بېرته خپلو دندو ته ستانه شوي دي.
سېنټکام ویلي: "د جولای په ۱۷مه، په اردن کې دوه امریکایي سرتېري د جګړې پر مهال ووژل شول، په داسې حال کې چې د امریکا مرکزي قوماندانۍ او د شریکانو ځواکونو د ایران د بالستیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د بریدونو پر وړاندې دفاع کوله. سربېره پردې، یو امریکایي سرتېرى د عملیاتوپرمهال ورک دی."
په خپره شوې اعلامیه کې نه دي ویل شوي چې دا برید د اردن په کومه سیمه کې شوی دی.
د دغو دوو سرتېرو له وژل کېدو سره، د فبرورۍ له ۲۸مې نېټې راهیسې، چې د امریکا او اسرائیل له خوا پر ایران بریدونه پیل شوي، د وژل شویو امریکایي سرتېرو ټولټال شمېر ۱۵ ته رسېږي.
دا هم د وروستي اوربند له ناکامې هڅې وروسته د جګړو له بیا پیل راهیسې د امریکایي ځواکونو لومړۍ مرګ ژوبله بلل کېږي.
د مارچ په لومړۍ نېټه، شپږ امریکایي سرتېري هغه مهال ووژل شول چې یوې بې پیلوټه الوتکې (ډرون) په کویټ کې د قوماندې پر یوه مرکز برید وکړ.
د مارچ په اتمه، یو امریکایي سرتېرى په سعودي عربستان کې د پرنس سلطان پرهوايي اډې پر برید کې سخت ټپي شو او وروسته یې ساه ورکړه.
همدارنګه، د مارچ په ۱۲مه، د سون رسونې یوې پوځي الوتکې شپږ غړي هغه مهال ووژل شول چې الوتکه یې ولوېده.
دغه مرګ ژوبله په داسې حال کې رامنځته شوې چې ایراني چارواکو ویلي، د واشنګټن او تهران ترمنځ موقتي هوکړه د امریکا له وروستیو بریدونو وروسته ځنډول شوې ده.