پر ایران د امریکا د بریدونو له اوومې پرله پسې شپې وروسته، د ایران سپاه پاسدران انقلاب ځواکونو خبرداری ورکړی چې د فارس خلیج ګاونډي هېوادونه باید د "ناڅاپي او متناسب" پوځي غبرګون لپاره چمتو وي.
تسنیم خبري اژانس د شنبې په ورځ راپور ورکړ چې سپاه پاسداران په خپلې اعلامیې کې هغو هېوادونو ته چې د امریکا پوځي اډې پکې شته، خبرداری ورکړی چې خپل ملکي دفاعي واحدونه فعال کړي او ملکي وګړي له احتمالي پوځي هدفونو څخه لرې وساتي.
د سپاه پاسداران دا خبرداری سمدستي وروسته له هغې خپور شو چې د امریکا په پوځي ستراتیژۍ کې څرګند بدلون راغی. د دې ستراتیژۍ له مخې، بریدونه چې مخکې د هرمز تنګي ته نږدې سیمې پکې په نښه کیدې، د جولای په ۱۸مه د ایران د مرکزي او جنوبي سیمو څو ځایونو ته هم وغځېدل.
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) د جولای په ۱۷مه ویلي وو چې دغه نوي بریدونه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر د ایران د پوځي وړتیاوو د لا کمزوري کولو لپاره پلان شوي دي.