UNDP وایي، د سوداګرۍ جوازونو د ترلاسه کوونکو ښځو شمېر په تېرو پنځو کلونو کې لس برابره شوی دی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو د شمېرو پر بنسټ ویلي چې له ۲۰۲۱ کال مخکې د ښځینه سوداګرو د رسمي جوازونو شمېر د ۶۰۰ او ۱۰۰۰ ترمنځ و، خو اوس له لسو زرو څخه اوښتی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام د استازي مرستیال، دوئل موکرجي، په هغې مرکې کې چې د شنبې په ورځ د دې ادارې پر پاڼه خپره شوې، ویلي چې د ښځو د سوداګریزو فعالیتونو د زیاتېدو اصلي لامل دا دی چې د ژوند نورې لارې ورباندې تړل شوې دي.

هغه زیاته کړې چې هغه ښځې چې یو وخت یې غوښتل انجینیرانې یا وکیلانې شي اوس غالۍ اوبي او یا هم صابون تولیدوي.

موکرجي وايي، ډېری ښځې په کوچنیو او ټیټ عاید لرونکو سوداګریزو فعالیتونو بوختې دي.

د۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ښځې او نجونې په ډېری دولتي ادارو او نادولتي بنسټونو کې له کار کولو منع شوې دي. سربېره پر دې، دوی د منځینو زده‌ کړو، لوړو زده ‌کړو او د تګ راتګ په ګډون د ټولنې په ډیرو برخو کې له سختو محدودیتونو سره مخ دي.