د افغانستان لپاره د روغتیا د نړیوال سازمان (WHO) څانګې د شنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې په دې هیواد کې د هوا د تودوخې د زیاتوالي خبر ورکړی دی.
دغه سازمان کورنیو ته د سختې ګرمۍ پر وړاندې د ځان ساتنې لپاره یولړسپارښتنې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د دې ادارې په وینا، د هوا د تودوخې له زیاتېدو سره خلک باید ډېرې اوبه وڅښي، په یخو اوبو غسل وکړي، سپکې او ازادې جامې واغوندي، له سیوري لرونکې خولۍ او د لمر عینکو څخه کار واخلي او هره ورځ لږ، خو په څو وخته خواړه وخوري.
همدارنګه، د سیوري لاندې پاتې کېدل، له سختو بدني فعالیتونو ډډه کول، او له دوو تر دریو ساعتونو پورې په یخو ځایونو کې تېرول هم د روغتیا د نړیوال سازمان له مهمو سپارښتنو څخه دي.
د طالبانو د حکومت د هواپېژندنې ادارې د وړاندوینې له مخې، د یکشنبې او دوشنبې په ورځو کې به په زرنج ښارکې تودوخه ۴۸ درجې د سانتي ګراد، د فراه ښار ۴۷ درجې، او د مزارشریف او لشکرګاه ښارونو تودوخه ۴۶ درجې د سانتي ګرادو ته ورسېږي.