افغانستان کې دنایابه مرغانو دشمیر د کمیدو اندیښنه

ارشیف

د افغانستان د مختلفو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وایي، په سیمو کې یې طبیعي او نایابه مرغان د تېر په پرتله خورا کم شوي دي. دوی ازادي راډیو ته وویل چې اقلیمي بدلون په ځانګړې توګه وچکالۍ او سېلابونه وروستیو کلونو کې د دغو مرغانو د تلف، ورکېدو، د نسلونو د کمېدو او د سیمې هېوادونو ته د کوچېدو سبب شوي دي.

د افغانستان د نیمروز ولایت د چهار برجک ولسوالۍ اوسېدونکی، ۵۴ کلن عبدالعظیم وایي سیمه یې په ځانګړې د کمال خان بند شاوخوا چې یو وخت د هېواد د بېلابېلو نایابه مشهورو مرغانو کوربه وه، اوس په کې اکثریت نشته او د طبیعي افاتو له امله د سیمې نورو هېوادونو ته کوچېدلي دي.

ده وړاندې زیاته کړه:

دلته وچکالي ده، اوبه نشته، مخکې دا (مرغان) وو، خو اوس نشته،سیندونه وچ دي، یو څلور میاشتې دلته اوبه راغلې خو بېرته وچې شوې،
عبدالعظیم


“دلته وچکالي ده، اوبه نشته، مخکې دا (مرغان) وو، خو اوس نشته،سیندونه وچ دي، یو څلور میاشتې دلته اوبه راغلې خو بېرته وچې شوې، موږ اوس نیمروز کې له څاه ګانو اوبه اخلو،دلته اردک (مرغابۍ) او چُر ډېرې مشهورې وې،چې اوبې وې دا هم ډېرې وې، ځینې دښتي مرغان لکه چرس هم وو خو اوس نشته، دوی له منځه نه دي تللي خو کډوال شوي دي، ځینې مخکې کلونو خلکو ښکار کړل خو اوس ښکار بند دی، نو اوس ډېری کډوال شوي دي.”


د فراه ولایت اوسېدونکی محمد هم ورته خبره کوي او وایي چې د دوی په سیمو کې یادو طبیعي پېښو د دې مرغانو تګ راتګ ختم کړی دی:

دلته مختلف مرغان لکه سیا سینه چې ډېر نادره دی، بُغده، تارو او څو نور ډولونه مرغان وو چې سیند کې اوبې وې ورته راتلل
محمد


“دا چې ډېرې وچکالۍ او د هوا ګرمی زیاته ده، ډېر اغېز یې کړی،دلته مختلف مرغان لکه سیا سینه چې ډېر نادره دی، بُغده، تارو او څو نور ډولونه مرغان وو چې سیند کې اوبې وې ورته راتلل، لَک لَک هم راتلل،خو اوس یو هم نشته.”


د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالستار بیا وایي نه یوازې یې د دوی سیمو بلکې د دې ولاست اکثریتو ولسوالیو کې سیندیز مرغان ختم شوي بلکې په خبره یې وروستیو کلونو کې ان د دښتو ځینې ژوي لکه غرڅه، هوسۍ، ځینې ځانګړې وزې او نورې هم نه ښکاري چې د میله چیانو او د دې نایابه مرغانو لیدو ته یې د ورتلونکو ګرځندویانو پر ورتګ هم اغېز کړی دی.

ده وویل:

کله چې کلونه اباد و، ویالې ډېرې وې،بېلابیل مرغان ډېر وو، کوتان او ځانګې
عبدالستار


“کله چې کلونه اباد و، ویالې ډېرې وې،بېلابیل مرغان ډېر وو، کوتان او ځانګې موږ ورته وایو دا نو دا وچکالیو او اوس چې بارانونه نشته، سیندونه وچ شول،اوس هم دا مرغان شته، بل ځینې مرغان چې په کمو اوبو او تنده ګذاره کولای شي لکه پیشکاوۍ هیلۍ، زرکې، سیسۍ،خراړی یا خرګټه او څاړی چې په تنده کې سخت دي او له یو ډنډ څخه هم کار اخیستلی شي، شته، خو هغه مرغان ورک شول چې سیندونو او ډېرو اوبو کې اوسېدل،لامبو به یې په کې وهله یا یې خوراک او څښاک په کې کاوه،موږ ورته ډېر خفه یو، همدارنګه د غرونو غټ پسونه،وزه هوسۍ دښتییز ژوي هم ورک شول.”

هڅه مو وکړه، په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر هم ولرو، خو د دوی د چاپېریال ساتنې ادارې ویاند محب الله بهار د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

د یادونې ده چې افغانستان د خپلې ځانګړې جغرافیې، غرنیو سیمو، دښتو، سیندونو او شنو سیمو او ځنګلونو له امله د مرغانو د ګڼو ډولونو کوربه و.

خو لا هم په دې هېواد کې سلګونه ډوله مرغان ژوند کوي او یا د سیمې له هېوادونو له یوې سیمې بلې ته د کوچېدو پر مهال له افغانستانه تېرېږي.

د چاپېریال ساتنې ځینې کارپوهان هم خبرداری ورکوي چې د نادرو مرغیو شمېر په بېلابېلو سیمو کې د پام وړ کم شوی او ځینې ډولونه آن له خپلو پخوانیو استوګنځایونو ورک شوي چې په خبره یې، دا وضعیت د هېواد د حیاتي تنوع او ایکولوژیکي توازن لپاره جدي اندېښنې رامنځته کړې دي.

له دې ډلې د چاپیریال ساتنې کارپوه او د تېر جمهوري حکومت پر مهال د لغمان ولایت د چاپیریال ساتنې ادارې مشر احمد جاوېد نور وویل:

د متخصصینو هیله دا ده چې دا اوبییزې سیمې بیرته ورغول شي، که څه هم اقلیمي بدلون خپل تاثیر کړی
احمد جاوید نور


“زموږ یعنې د چاپیریال ساتنې د متخصصینو هیله دا ده چې دا اوبییزې سیمې بیرته ورغول شي، که څه هم اقلیمي بدلون خپل تاثیر کړی خو باید مصنوعی فعالیتونه لکه د ژورو څاه ګانو مدیریت،یا د اکثرو سیمو د خلکو د زراعتي ځمکو جوړولو له امله چې دا اوبییزې سیمې وچې کړي، یا دا ځنګلونه چې بې رحمانه پرې شوي،د دوی (مرغانو) استوګنځایونه یې له منځه وړي،او یا یې ناقانونه ښکار کېږي، باید د دې مخنیوی وشي،د دې لپاره یو منظم پلان جوړول په کاري دي هره سیمه تطبیق شي،بودجه ورته ځانګړې شي، تشکیلات او شوراګانې جوړې شي چې د دغو نایابو الوتونکو او مرغانو ته د ژوند کولو بیا فرصت برابر شي، چې دا د حکومت، موسسو او ادارو مسولیت دی چې دا احیا کړي تر څو دا حساسې او ایکولوژیکې سیمې ورغول شي.”

ښاغلی نور د نادرو مرغیو د نسلونو کمېدو مهم عوامل د ځنګلونو وهل، د کرنیزو ځمکو پراختیا، د ښارونو پراخېدل او د اوبدیزو سیمو وچېدل، سېلابونه، د تودوخې درجې لوړېدل، اوږدمهاله وچکالۍ او د اوبو سرچینو کمښت د مرغانو ژوند لپاره د خوندي چاپېریال نشتون بولي.

دی وایي دا وضعیت د افغانستان د حیاتي تنوع او ایکولوژیکي توازن لپاره جدي اندېښنه ګڼل کېږي او د دوی د ساتنې لپاره اغېزمنو او دوامدارو هڅو ته اړتیا لري.

غیرقانوني ښکار او د دې مرغانو او ژوو ناقانونه سوداګري هم د مرغانو د نفوس په کمېدو کې مهم رول ګڼل کېږي، چې ځینې نادر مرغان د ښکار، سوداګرۍ او یا د شخصي ساتنې لپاره نیول کېږي، چې نسل یې له جدي ګواښ سره مخ کوي.

خو د طالبانو حکومت په ټول افغانستان کې د طبیعي نادرو مرغانو او ژوو پر ښکار بندیز لګولی دی.

د افغانستان د نادرو مرغانو د دقیق شمېر په اړه بشپړ او تازه معلومات نشته، خو د چاپېریال ساتنې برخې پوهان اټکل کوي چې په هېواد کې له ۴۰۰ ډېر ډوله مرغان ثبت شوي، چې پکې لسګونه نادر او له ګواښ سره مخ ډولونه هم شامل دي.

افغانستان د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د کډوالو مرغانو مهمه لاره بلل کېږي، له همدې امله هر کال ګڼ شمېر مرغان د هېواد له لندو سیمو، سیندونو او غرنیو سیمو څخه تېرېږي.

په وروستیو کلونو کې د استوګنځایونو ویجاړېدل، اقلیمي بدلون، وچکالي، غیرقانوني ښکار او د طبیعي سرچینو تخریب د دې لامل شوي چې د نادرو مرغیو نفوس کم شي او ځینې ډولونه له خپلو پخوانیو استوګنځایونو ورک شي.