سلګونه افغانان د پاکستان له توقیف خونو ازاد او خپل هیواد ته ستانه شوي

یو شمیر هغه افغان کډوال چې د پاکستان له بندخونو ازاد او افغانستان ته ستانه شوي دي.

افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي روانه اونۍ څه دپاسه ۱۴۰۰ افغان کډوال چې پاکستان کې بندیان وو ، ازاد او هیواد ته ستانه شول.

د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت د پنجشنبې خبرپاڼه کې وویل یادو کسانو کې کورنۍ او انفرادي وګړي شامل وو چې ۱۰۸۳ تنه یې د تورخم او ۳۳۳ کسه نور د سپین بولدک له لارې ستانه شول.

خبر زیاتوي چې دغه کسان د مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته ولیږدول شول.

یاد کسان په داسې حال کې افغانستان ته ستنیږي چې د پاکستان حکومت د جولای میاشتې له لسمې نیټې راهیسې د افغان کډوالو د نیولو نوې لړۍ پیل کړې.

پاکستاني چارواکي د افغانانو د نیولو لپاره خپل نوی کمپاین د هغو بهرنیانو خلاف "عملیات" بولي چې د دوی په وینا، د اوسېدو قانوني اسناد نه ‌لري.

ملګري ملتونه وايي له ۲۰۲۳ کال راهیسې شاوخوا ۶ ملیونه افغانان خپل هیواد ته ستانه شوي دي.