د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د ایران هغه بریدونه چې د کوېټ، بحرین او اردن په ګډون پر عربي هېوادونو شوي، «غیرموجه» وبلل او په کلکو ټکو یې وغندل.
په اعلامیه کې ویل شوي چې ریاض د خپلو عربي ګاونډیو د هغو متقابلو اقداماتو ملاتړ کوي چې د ایران د «دښمنانه» کړنو پر وړاندې یې ترسره کوي، او ټینګار یې کړی چې سعودي عربستان د هغوی تر څنګ ولاړ دی.
د تېر کال د کب میاشتې په پیل کې، کله چې امریکا او اسرائیل په ګډه پر ایران برید وکړ، د ایران سپاه پاسداران ځواکونو په ځواب کې د فارس خلیج په عربي هېوادونو د بالستیک توغندیو او بېپیلوټه الوتکو بریدونه وکړل.
خو د ایران بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې د غو بریدونو کې د عربي هېوادونو خلک او تاسیسات نه، بلکې امریکايي پوځي اډې په نښه شوي دي. اما سره له دې چې دغو بریدونو امریکايي اډو ته د پام وړ زیانونه اړولي، د عربي هېوادونو ملکي ساحې ، ودانۍ او نور تأسیسات یې هم څو ځله زیانمنې کړي دي.
د راپورونو له مخې، د ایران حکومت پر متحده عربي اماراتو تر اسرائیلو هم زیات بریدونه کړي دي.
تر اوسه دغو عربي هېوادونو یوازې د غندنې اعلامیې خپرې کړې دي او د ایران د بریدونو پر وړاندې یې ګډ پوځي غبرګون نه دی ښودلی. د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د تیرې سېشنبې په ورځ هم ورته یوه اعلامیه خپره کړې وه.