اوچا: د نجونو پر زده‌کړو پانګونه د افغانستان پر راتلونکي پانګونه ده

ارشیف

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، د نجونو پر زده‌کړو پانګونه د افغانستان پر راتلونکي پانګونه ده.

اوچا د پنجشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۵مه، په خپلې اېکس‌پاڼې ولیکل چې زده‌ کړې هیله او فرصتونه رامنځته کوي.

اوچا د بامیان ولایت د یوې مور خبره هم رااخیستې چې د دې پوښتنې په ځواب کې چې، « له زده کړو د نجونو محرومیت څه معنا لري؟» ویلي: «وېره لرم چې لور به مې هېڅ راتلونکی ونه لري.»

نږدې پنځه کاله کېږي چې د طالبانو حکومت نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو منع کړې دي.

د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر حقونو د طالبانو دا بندیزونه او نور محدودیتونه د نړیوالې ټولنې له پراخو نیوکو سره مخ شوي دي، خو طالبانو تل ویلي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.