بیوزلي او د یتیمانو پالنه؛ شمسیه وايي خلکو ته ډوډۍ پخوي او خپل ژوند چلوي

یوه افغان مېرمن د ډوډۍ پخولو پر مهال

۳۷ کلنه شمسیه د تخار ولایت د مرکز تالقان ښار د یوې لرې پرتې سیمې اوسېدونکې ده.

هغه هره ورځ د تنور تاو او تریخ لوګي زغمي خو د ژوند تیرولو لپاره ورته ناسته او ډوډۍ پخوي.

دا دوه کلنه کونډه د خپلو شپږو ماشومانو د نقې برابرولو لپاره چې عمرونه یې د ۶ او ۱۶ کلونو ترمنځ دي دې کار ته اړه شوې ده.

شمسیه وایي، د اوړو، لرګیو او د ډوډۍ پخولو له نورو لګښتونو پرته، دا د ورځې یوازې شاوخوا ۱۰۰ افغانۍ (له دوو امریکایي ډالرو څخه کمې) ګټي او د ځان او ماشومانو لومړنۍ اړتیاوې پرې پوره کوي:

د ډوډۍ پخولو لپاره درې منه لرګي په ۳۰۰ افغانیو او یوه اووه منۍ بورۍ اوړه په ۱۵۰۰ افغانیو اخلم، دا په دوو ورځو کې لمدوم، او په پای کې یوازې سل افغانۍ ګټه او د خوړولو لپاره وچه ډوډۍ راته پاتې کېږي
شمسیه یوه بېوزلې افغان مېرمن

شمسیه وايي د شپې په نیمایي کې وړه لمدوي او له لمر خاته سره تنور ته ناسته وي. تر غرمې پورې لسګونه ډوډۍ پخوي چې بیا یې ماشومان د خرڅلاو لپاره ښار ته وړي:
«د شپې په دوو بجو وړه لمدوم، بیا چې د سهار لمونځ وکړم، تنور تودوم او تر دولسو بجو پورې ډوډۍ پخوم. بیا زما ۱۳ کلن زوی او ۱۰ کلنه لور ډوډۍ په کراچۍ کې ږدي، نیم ساعت پلې لار وهي او ښار ته یې د خرڅلاو لپاره وړي.»

دا زیاتوي، چې کله کله که ګټه ډېره شي، وریجې یا مکروني پخوي، خو ډېری ورځې په دسترخوان یوازې تور چای او وچه ډوډۍ اېښې وي.

شمسیه یوه بېوزله مېرمن

دا سل افغانۍ چې ګټه پاتې کېږي، پرې یو پاو غوړي اخلم. هر دوه یا درې ورځې وروسته یو دیګ خواړه پخوم. همداسې ژوند تېروو، او نور وختونه یوازې تور چای او وچه ډوډۍ وي.
شمسیه یوه بېوزله مېرمن

شمسیه وایي، ژوند یې په یوې تکراري کیسه بدل شوی، او تر ټولو سخته برخه یې هغه وخت وي چې ډوډۍ ونه پلورل شي او د ژوند د دوام لپاره پور اخیستلو ته اړه شي.
«که ډوډۍ ونه پلورل شي، ماشومان مې بېرته کور ته راوړي. سبا یې په نیمه بیه خرڅوو. هم د لرګیو تاوان را اوړي هم د اوړو. مجبوره یم چې د بلې ورځې لپاره لرګي او اوړه له پلورونکو څخه په پور واخلم.»

د ژوند دې سخت وضعیت د شمسیې د ماشومانو پر زده کړو هم اغېز کړی دی. هغه وایي، ۱۶ کلنه لور یې د طالبانو د محدودیتونو له امله له زده کړو محرومه شوې ده. نور ماشومان یې چې د اقتصادي ستونزو له کبله د یوې مودې لپاره له ښوونځي پاتې شوي وو، اوس بېرته زده کړو ته ستانه شوي دي؛ خو د کورنۍ د لګښتونو د برابرولو لپاره په بازار کې هم کار کوي، ډوډۍ او پلاستیکي کڅوړې پلورې او بوټونو هم رنګوي.

شمسیه وايي خپل او د ماشومانو راتلونکي ته فکر وړې ده او اندېښمنه ده چې دا هر څه به تر کله روان وي:

شپه او ورځ مې همدا اندېښنه وي چې خدایه، تر کومه به زه دغه شان ډوډۍ پخوم؟ تر کوم وخته به دا توان او حوصله ولرم؟ یوه ورځ به زړېږم، بیا به چېرته ځم او څه به کوم؟ دې اندېښنو ماته رواني ستونزې پیدا کړې دي
شمسیه یوه بېوزله مېرمن

د شمسیې کیسه په افغانستان کې د ډېریو میندو له کیسو یوه ده، چې د خپلو کورنیو سرپرستاني دي، کار نه لري، بې وزلۍ ځپلي خو د خپلو ماشومانو د نس مړولو او راتلونکې لپاره مبارزه کوي.

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په جوزا په میاشت کې خبرداری ورکړی و چې د روان میلادي کال په ترڅ کې به شاوخوا ۱۷.۴ میلیونه افغانان د خوړو له شدید کمښت سر مخ شی او دغه شان نږدې ۴.۹ میلیونه میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي.

د دې ادارې د راپور له مخې، افغانستان لا هم د نړۍ له تر ټولو سختو بشري او خوراکي بحرانونو له یوه سره مخ دی.