د تخار ولایت اوسیدونکې فوزیه وايي مېړه یې شاوخوا اوه کاله مخکې مړ شوی او دا د پنځو یتیمو ماشومانو پالنه کوي.
فوزیه وايي کورنۍ یې په سختو اقتصادي شرایطو کې ژوند کوي او د لومړنیو اړتیاوو برابرول هم ورته ډېر سخت شوي دي.
که کومه مرسته راځي، واسطهلرونکو ته ورکول کېږي. زما په څېر بېوزلو او بېوسو کسانو ته نه ورکول کېږي. هېڅوک زما خبره نه اوري. باور وکړئ چې تر اوسه مې په ژوند کې له موسسو څخه یو افغانۍ هم نه ده ترلاسه کړېد تخار اوسیدونکې، فوزیه
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په افغانستان کې بشري مرستې د اړمنو او زیانمنو کسانو او کورنیو د اړتیاوو پر بنسټ وېشل کېږي، او د مرستو ترلاسه کوونکي باید د ځانګړو معیارونو له مخې وټاکل شي.
دغه اداره ټینګار کوي چې د دې موضوع په اړه د شکایتونو د ثبتولو لپاره ځانګړې لارې او میکانیزمونه هم شته.
د (اوچا) د راپور پر بنسټ یوازې د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ تر اپرېل پورې بشري شریکانو په افغانستان کې نږدې ۵.۹ میلیونه کسانو ته لږ تر لږه یو ډول مرسته رسولې ده.
خو د «Ground Truth Solutions» په نوم نړیوالې مرستندویه ادارې په ۲۰۲۵ کال کې په یوه راپور کې ویلي و چې د مرستو د وېش په بهیر کې واسطهلرونکي کسان رول لري او د مرستو یوه برخه خپلو خپلوانو او نږدې کسانو ته ویشي.
په دغه راپور کې ویل شوي و چې د مرستو په ویش کې فساد او بېعدالتي لامل شوې چې ډېری افغانان له بشري مرستو محروم پاتې شي. راپور دغه شان ټینګار کړی و چې د خلکو جدي اړتیاوو او لومړیتوبونو ته پاملرنه نه کېږي.
له دې وړاندې د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو ویلي و چې په افغانستان کې د طالبانو د لاسوهنې له امله ډېری بشري مرستې اړمنو افغانانو ته نه رسېږي.
خو د طالبانو حکومت بېلابېلو چارواکو دا ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې دوی د هېڅ مرستندویه بنسټ د مرستو په وېش کې مداخله نه کوي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، افغانستان د نړۍ له تر ټولو یو سخت بشري او خوراکي ناورین سره مخ دی، او روان میلادي کال کې ۲۱.۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.
یوه بله ښځه چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي، د خپلې څلور کسیزې کورنۍ سرپرستي ورتر غاړې ده او په ایران کې له څلور کلنې کډوالۍ وروسته افغانستان ته ستنه شوې، ازادي راډیو ته یې وویل:
«رښتیا هم وضعیت ډېر سخت او خواشینوونکی دی. په دې یو کال کې چې موږ خپل هېواد ته راستانه شوي یو، د مرستو لپاره مو نوملیکنه کړې ده، خو تر اوسه هیڅ هم نشته. په بامیان، غزني او څو نورو ځایونو کې مې نوم ثبت کړ، خو هېڅ مرسته راته ونه رسېده.»
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې او په «بشري اقداماتو کې د جنسیت» کاري ډلې دوه میاشتې مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د ناورین او خراب بشري وضعیت له امله نږدې ۱۱ میلیونه ښځې او نجونې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د دغو بنسټونو د راپور له مخې، بېکاري او بېوزلي د هغو ۸۳ سلنه کورنیو اصلي ستونزه ده چې مشري یې ښځې کوي.
راپور زیاتوي چې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۴۳ سلنه هغه کورنۍ چې ښځې یې سرپرستي کوي، د معیشت په بیړني حالت کې وې او د ژوندي پاتې کېدو او خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې خطرناکو او کله ناکله نه جبرانېدونکو لارو ته مخه کړې وه.
د اقتصادي ستونزو ترڅنګ، د بشري حقونو د څار سازمان په وینا، پر ښځو لګېدلو محدودیتونو په افغانستان کې د هغوی لاسرسی خدمتونو او بشري مرستو ته لا ستونزمن کړی دی.
سره له دې چې د طالبانو حکومت په دې اړه ورته راپورونه رد کړي دي، خو دغې ادارې تر دې وړاندې ویلي وو چې د طالبانو له لوري د ښځو پر کار بندیز او د هغوی پر تګراتګ محدودیتونه د دې لامل شوي چې ښځو ته د بشري مرستو او خدمتونو لاسرسی لا ستونزمن او نااڼدوله شي.