هند افغان محصلانو ته زر انلاین تحصیلي بورسونه ورکوي

هند اعلان کړی چې د افغانستان محصلانو ته به زر انلاین تحصیلي بورسونه برابر کړي.

د هند د کلتوري اړیکو شورا (ICCR) د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۱مه، په ایکسپاڼه کې د یوه بیان په خپرولو سره اعلان وکړ چې دغه بورسونه د ۲۰۲۶–۲۰۲۷ تحصیلي کال لپاره ځانګړي شوي دي. د دې پروګرام له مخې، متقاضیان کولای شي په انلاین ډول د مدیریت، سوداګرۍ، کمپیوټر ساینس، هنر او یو شمېر نورو برخو کې د هند په معتبرو پوهنتونونو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

د اعلان له مخې، د دغو بورسونو لپاره د نوم‌ لیکنې بهیر د جولای له ۱۵مې (د چنګاښ ۲۴مې) پیلېږي او د جولای تر ۲۴مې (د زمري تر ۲مې) به دوام وکړي.

دغه بورسونه د تحصیل د فیسونو، نوم ‌لیکنې، ازموینو او د فراغت سند د صادرولو بشپړ لګښتونه تامینوي.

هند په داسې حال کې د افغانستان محصلانو لپاره د دغو زر انلاین بورسونو د برابرولو خبر ورکوي چې نږدې پنځه کاله کېږي په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي تړل شوي دي او ښځینه محصلانې هم په پوهنتونونو کې د زده کړو له دوام څخه منع شوې دي. دې وضعیت زرګونه نجونې دې ته اړې کړې دي چې د زده کړو د دوام لپاره انلاین تعلیمي پروګرامونو او انلاین پوهنتونونو ته مخه کړي.