د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ سینټکام وایي چې نن دوشنبې سهاروختي یې پر ایران نور بریدونه وکړل، ترڅو په هرمزتنګي کې په ازاد ډول د سوداګریزو کشتیو او ملکي کارکونکو پرتګ راتګ د دې هیواد د بریدونو وړتیاوې نورې هم کمې کړي.
سینټکام په یوه اعلامیه کې وویل: "اعلیٰ سرقوماندان (چې اشاره یې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ده) د دغو بریدونو امر کړی، څو ایراني ځواکونه د خپلو کړنو په وړاندې حساب ورکوونکي وګرځول شي."
د سینټکام په اعلامیه کې د بریدونو نور جزئیات نه دي ورکړل شوي او دا هم نه دي ویل شوي چې آیا دغه عملیات چې نن سهاروختي ترسره شول لاهم د خلیج په سیمه کې روان وو که نه.
په عین حال کې ایراني رسنیو د بندرعباس، سیرک او بوشهرولایت په ګډون هرمز تنګي ته نژدې یوشمیرسیمو کې د چاودنو راپورونه ورکړي دي.
د امریکا د خلیج عربي متحدینو هم راپور ورکړ چې د امریکا د بریدونو په غبرګون کې د ایران له لوري پرې توغندي توغول شوي دي. سپاه پاسداران ویلي چې په بحرین کې یې د امریکا پوځي اډه په نښه کړي دي. کویټ هم ویلي چې ځواکونه یې په هوایي حریم کې د دښمن د توغندیو د شنډولو عملیات مخ ته وړي.