امریکا ظاهر قدیر د مخدره موادو او وسلو د کاروبار په تور نیولی خو د هغه کورنۍ وايي چې تورونه یې سیاسي دي

د ظاهر قدیر یو پخوانی عکس

د ظاهر قدیر ورور قهار قدیر وايي چې په ورور باندې یې لګېدلي تورونه سیاسي او غیرعادلانه دي.

عبدالظاهر قدیر چې پخوا د افغانستان د ولسي جرګې لومړی مرستیال و د جمعې په ورځ له کینیا امریکا ته انتقال شوی.

د امریکا عدلیې وزارت د لوی څارنوال تاد بلانچ په حواله لیکلي: «په داسې حال کې چې عبدالظاهر قدیر ځان د افغانستان د یوه سیاسي مشر په توګه معرفي کاوه احتمالاً یې د یوه جرمي تشکیل رهبري کوله او د خطرناکه او روږدوونکو مخدرو او درنو وسلو په کاروبار لګیا و»

خو عبدالقهار قدیر په خپله فیسبوک پاڼه زیاته کړې چې عدالت باید د حقایقو، شواهدو او قانون په اساس تامین شي نه د سیاسي فشار له لارې.

ظاهر قدیر د ۲۰۲۵ کال په مې کې د کینیا په پلازمینه نایروبي کې نیول شوی و او تر څه باندې یو کال وروسته امریکا ته ولیږدول شو.

دی د جمعې په ورځ په نیویارک کې محاکمې ته حاضر کړای شو چېرته چې پرېکړه وشوه تر بلې محکمې په بند کې وي.

که چېرته په هغه لګېدلي تورونه ثابته شي لږ تر لږه په لس کاله بند محکومېدی شي.