ټرمپ وايي په ایران یې سخت بریدونه وکړل

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ وویل چې متحده ایالاتو په هرمز تنګي کې په کښتیو باندې د وروستیو حملو په غبرګون په ایران سخت ګوزارونه کړي.

هغه له سي ان ان سره په یوه تلیفوني مرکه کې ویلي چې "موږ پرون شپه دوی سخت ووهل."

هغه دا هم وویل چې متحده ایالات او ایران د شنبې په ورځ "یوې موافقې ته ډېر نږدې وو".

د متحده ایالاتو پوځ ویلي چې دوی په هرمز تنګي کې په یوې باروړونکې کښتۍ د سپاه پاسداران د شنبې ورځې د برید په غبرګون د ایران لږ تر لږه ۱۴۰ پوځي اهداف په نښه کړل.

په ورته وخت کې، د هرمز تنګي د وضعیت په اړه متضاد راپورونه ورکول کېږي.

د دغه تنګي په اړه د ایران څارونکې ادارې ویلي چې "کښتیو ته اجازه نشته چې دا مهال له لارې تیرې شي،" مګر د امریکا ولسمشر سي ان ان ته وویل چې "زموږ له نظره تنګی خلاص دی."

د امریکا مرکزي قومندانۍ (سینټکام) هم اعلان وکړ چې دا مهم تنګی خلاص دی او ایران هیڅ کنټرول نه پرې لري.