د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت پر حکمي، معنوي او حقیقي اشخاصو لس سلنه مالیات راکم کړي دي.
د طالبانو د حکومت د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن په کابل کې په یوې خبرې ناسته کې د دغو مالیاتو د کمیدو خبر ورکړ.
د مالیې وزارت د نوې پریکړې له مخې،" له کانونو پرته نور ټول معنوي او حکمي اشخاص، روغتونونه او روغتیایي مرکزونه اړ دي چې د خپلو عایداتو لس سلنې مالیه حکومت ته ورکړي".
دا ټاکلې اندازه له دې مخکې شل سلنه وه.
د طالبانو د حکومت مالیه وزارت د هغوو کسانو مالیه هم دې وروسته معافوي چې کلنۍ عاید يې ۱۲۰ زره افغانۍ وي.
پخوا دا اندازه ۶۰ زره افغانۍ وه.
مالیې وزارت د ملکیتونو د لېږد مالیه هم له یو سلنې صفر اعشاریه پنځه سلنې ته راښکته کړې ده.
سلام حنفي د مالیاتو کمیدل د خصوصي سکتور وده او د خلکو د ژوند د شرایطو بهتره کیدل یاد کړل.