د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې د هیواد نفوس ۳۷،۲ ملیونو ته رسیدلی چې دا د تیرکال په پرتله ۲،۲ سلنه زیاتوالی ښیي.
د دې ادارې ویاند محمد حلیم رفیع ویلي چې د ټول نفوس۵۱ سلنه نارینه او ۴۹ سلنه یې ښځې جوړوي. دغې ادارې د افغانستان د وګړو شمیر د جولای د یولسمې د نفوسو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپورکړی خو هغه د ملګروملتونو د نفوسو د ادارې له شمیرو سره توپیرلري. دغې ادارې تیر۲۰۲۵ کال د افغانستان د نفوسو شمیرڅه کم ۴۴ ملیونه ښودلی خو د ملګروملتونو د اټکل له مخې د روان ۲۰۲۶ کال ترنیمایي پورې د افغانستان د نفوسو شمیر۴۵ ملیونو ته رسیدلی.
د افغانستان د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې په خبره شاوخوا ۷۰ سلنه وګړي، چې نږدې ۲۶ میلیونه کسان کېږي، په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي، په داسې حال کې چې ۲۶ سلنه یعنې ۹،۸ میلیونه کسان په ښاري سیمو کې مېشت دي او پاتې ۴ سلنه یې کوچيان دي.
کابل لا هم د هېواد تر ټولو ګڼ مېشتی ولایت دی، چې نفوس یې ۶،۴ ملیونه ښودل شوی. ورپسې هرات د شاوخوا ۲و۴ میلیونه اوسېدونکو په لرلو سره دویم تر ټولو ګڼ مېشتی ولایت بلل کېږي.
د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش په یوه بیان کې ټینګارکړی چې ځوانان د نړۍ د نفوسو لویه برخه جوړوي او د بشر راتلونکې هم په دې پورې تړلې چې د هغوی پر روزنې، روغتیا، کار او پیاوړتیا څومره پانګونه کیږي. افغانستان هم یو له هغو هیوادونو دی چې د نفوس زیاته برخه یې ځوانان دي.