د امریکا د پوځ یوه پلاوي د لبنان په پلازمینه بیروت کې د دې هیواد د پوځ له چارواکو سره په کتنه کې د اشغال شوې سیمې له یوې «ازمایښتي سیمې» څخه د اسرائیلي ځواکونو د وتلو د عملي کولو پر څرنګوالي خبرې وکړي. دا خبره د لبنان یوه پوځي چارواکي د شنبې په ورځ فرانسپرس خبري آژانس ته وکړه. د امریکا په منځګړیتوب د لبنان او اسراییل ترمنځ د تیرې میاشتې د هوکړې له مخې به اسراییل په تدریجي ډول د لبنان په جنوب کې له هغو سیمو څخه خپل ځواکونه باسي، چې هلته یې د ایران له ملاتړ څخه برخمنې شیعه ډلې، حزب الله، پر ضد ځای پر ځای کړي وو.
د دغې هوکړې د یوې برخې په توګه، د لبنان پوځ به چې له اوږدې مودې راهیسې یې واک محدود دی، د دوو کوچنیو ازمایښتي سیمو بشپړ کنټرول په غاړه واخلي.
د دغه چارواکي په خبره د امریکا مرکزي قومندانۍ سینټکام به له دواړو هیوادونو سره د دغو سیمو د کنټرول د لیږد چاري همغږي کوي.
دغه هوکړه چې حزب الله ردکړې اسراییل مکلف نه بولي چې د ځواکونو د ایستلو لپاره مهالویش وټاکي او اسراییلي چارواکو ویلي چې ځواکونه به یې د لبنان د خاورې لس کیلومتره دننه هغو سیمو کې چې د حزب الله وسله وال فعال دي، امنیتي زون کې پاتې شي.