ایران د شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې که د امریکا متحده ایالات پر ایران خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، تهران به له واشنګټن سره د لاسلیک شوي تفاهم لیک عملي کولو ته نور ځان ژمن ونه ګڼي.
د ایران حکومت ته نږدې رسنیو د راپور له مخې دا خبره په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي امیرسعید ایرواني کړې ده.
د ایران او امریکا ترمنځ دغه تفاهم لیک د غبرګولي په ۲۵مه لاسلیک شوی، خو تېره اوونۍ دواړو خواوو د هرمز تنګي په تړاو پر یو بل پراخ بریدونه ترسره کړل. دغو تازه بریدونو هغه مذاکرات له ګواښ سره مخ کړي، چې د همدې تفاهم لیک په چوکاټ کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوه دایمي حل د موندلو په موخه پلان شوي وو.
د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ ویلي چې له ایران سره به خبري دوام ومومي خو په عین حال کې یې هغه د وخت ضایع کول وبلل.