ایران ته د امریکا د نن ورځې مهلت او د ولسمشر ټرمپ د پراخو بریدونو ګواښ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

ایران ته د امریکا د نن ورځې مهلت او د ولسمشر ټرمپ د پراخو بریدونو ګواښ؛

د هرمز تنګي په شاوخوا کې د تاوتریخوالي له زیاتیدو سره هممهاله، د امریکا متحده ایالاتو ایران ته د نن شنبې ورځې تر پایه مهلت ورکړی چې په دغه سمندري لاره کې د سوداګریزو بیړو خوندي تګ راتګ تضمین کړي.

په عین حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي عمان ته تللی څو د دغه هېواد له چارواکو سره په هرمز تنګي کې د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې وکړي.

په هرمز تنګي کې د بیړو د خوندي تګ راتګ مسله وروسته له هغه یو ځل بیا راپورته شوه چې د تیرې پنجشنبې په ورځ د عمان په اوبو کې پر څو بیړو بریدونه وشول.

بل پلو، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته ګواښ کړی که د ده د ترور هڅه وکړي نو پراخ بریدونه به پرې وکړي.

هغه پر خپلې ټولنیزې شبکې ټروت سوشل کې لیکلي،" زر توغندي چمتو دي او د ایران اسلامي جمهوریت په لور هدف ته ګرځول شوي دي او که د امریکا د ولسمشر د ترور په تړاو د ایران د حکومت ګواښ عملي شي، نو زرګونه نور توغندي به هم سملاسي ورپسې وتوغول شي.''

د ټرمپ په خبره،"د امریکا پوځ چمتو دی چې د ایران ټولې سیمې په بشپړه توګه ویجاړې کړي".

هغه د خپل پیغام په پای کې لیکلي،"ځانګړې ستاینه د الله لپاره ده".

دا ګواښ وروسته له هغې دی چې وال سټریټ ژورنال او سي ان ان د اسراییلي استخباراتو په حواله راپورونه ورکړل چې ایران د ولسمشر ټرمپ د ترور پلان لري.

امریکايي چارواکو ویلي، د اسراییلو د استخباراتو دغه معلومات په خپلواکه توګه تاییدولی نشي.

ایراني چارواکو له دې مخکي د ټرمپ د ترور د پلان جوړونې تورونه رد کړي وو.