ځینې افغان کورنۍ وايي د بهر میشتو خپلوانو په پیسو ګوزاره کوي

ارشیف

ځینې افغان کورنۍ وایي چې د بهر مېشتو خپلوانو په رالېږل شویو پیسو ژوند پرمخ وړي. دوی وایي په هېواد دننه له ګڼو اقتصادي ننګونو او بې کاریو سره مخ دي او پر همدې مرستو متکي دي. اقتصادي کارپوهان دا مرستې نه یوازې افغان کورنیو بلکې د هېواد اقتصاد کې خورا مهمې او حیاتي بولي.

په داسې حال کې چې افغانستان لا هم له اقتصادي ستونزو، لوړې کچې بې‌ وزلۍ او پراخې بې‌کارۍ سره مخ دی، یو شمېر کورنۍ وایي د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو لپاره له هېواد بهر د خپلوانو په مالي مرستو تکیه کوي.

د کابل ښار اوسېدونکي مومن خان ازادي راډیو ته وویل چې دی خپله یو کوچنی دکان لري خو ډېری خپلوان یې له هېواده بهر اوسېږي او هره میاشت خپلو کورنیو ته په منظمه توګه د اقتصادي اړتیاوو پوره کولو لپاره ده ته پیسې لېږي تر څو هغوی ته یې ورسوي:

زما د تره زامن او خپل او خپلوان بهر ډېر دي، او د کورنیو یې دلته بل کار او بار نشته، هماغو پیسو ته ناست دي
مومن خان


“زما د تره زامن او خپل او خپلوان بهر ډېر دي، او د کورنیو یې دلته بل کار او بار نشته، هماغو پیسو ته ناست دي، نو ډېری وخت میاشت په میاشت زه ورته پیسې یې راخلم او ورته راوړم یې،همدا دلته د ستونزو د حل یوه وسیله ده.”

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر مېشتې کورنۍ هم وايي، د کار د فرصتونو نشتوالي او د عاید د سرچینو کمښت دې ته اړ کړي چې د خوراکي توکو، کرایې، درملنې او د ماشومانو د زده کړو لګښتونه د بهر مېشتو خپلوانو له رالېږل شویو پیسو برابر کړي.

د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالستار ایوبي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې که زوی یې له لندن نه ورته پیسې ونه لېږي، دوی په هېواد دننه بل عاید نه لري:

زما خپله زوی مې لندن کې دی که هغه موږ سره مرسته ونه کړي، دلته د یوې روپۍ مزدوري نه پیدا کې
عبدالستار ایوبي


“زما خپله زوی مې لندن کې دی که هغه موږ سره مرسته ونه کړي، دلته د یوې روپۍ مزدوري نه پیدا کېږي، کار او کسب نشته،ستونزو سره مخ یو، ټول افغانان چې په بهر کې یې اقارب دي، او له هغه ځای ورسره مرسته کوي، تمویلوي یې، نو دلته د دوی اقتصاد برابر دی، خو څوک چې بهر څوک نه لري، له زښته زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.”

د کندهار ولایت یوې اوسېدونکې چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي هم زیاته کړه چې په اوسنیو شرایطو کې د زرګونو افغان کورنیو یوازینۍ مالي سرچینې له هېواده د بهر مېشتو اقاربو مرستې دي.

هغه زیاتوي:

اوسني وخت کې د بهر مېشتو هېوادوالو مرستې دلته کورنیو لپاره حیاتي ارزښت لري
کندهارۍ میرمن


“زموږ او ډېریو افغان کورنیو ته اوس د بهر مېشتو کورنیو مرستې ډېرې مهمې دي، همدې بې کارۍ او اقتصادي ستونزو موږ ډېر افغان کورنۍ دې ته اړې کړې یو چې د همدې مرستو په مټ خپل ورځني لګښتونه، درمل، خوراک او د ماشومانو اړتیاوې پوره کوو، که داسې نه وي د ډېرو کورنیو ستونزې او ننګونې به زیاتې شي، نو اوسني وخت کې د بهر مېشتو هېوادوالو مرستې دلته کورنیو لپاره حیاتي ارزښت لري.”

خو دا کورنۍ وایي دایمي حل د هېواد دننه د کار، عاید او اقتصادي فرصتونو رامنځته کول دي، څو خلک د خپل ژوند اړتیاوې د خپلو هڅو او عاید له لارې پوره کړای شي، نه دا چې تل د هېواد له بهر څخه د رالېږل کېدونکو پیسو په تمه پاتې شي.

اقتصادي شنونکي وایي، د بهر مېشتو افغانانو له خوا خپلو کورنیو ته د پیسو لېږل نه یوازې د کورنیو د ورځنیو اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته کوي، بلکې د هېواد په کچه اقتصادي پیاوړتیا کې هم حیاتي رول لوبوي.

د اقتصا ي چارو پوه اذرخش حافظي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

بهر مېشتي افغانان چې افغانستان ته خپلو کورنیو ته پیسې لېږي، پخوا یې کال شاوخوا یو میلیارد ډالر اندازه وه، اوس دا اندازه ډېره شوې
اقتصادي کارپوه اذرخش حافظي


“بهر مېشتي افغانان چې افغانستان ته خپلو کورنیو ته پیسې لېږي، پخوا یې کال شاوخوا یو میلیارد ډالر اندازه وه، اوس دا اندازه ډېره شوې، له دوه اعشاریه اوه تر درې نیم میلیارد ډالرو اټکل کېږي،دا پیسې نه یوازې مرسته بلکې ځینې افغانان چې دلته جایداد اخلي هم په کې شاملېږي، خو په ټوله کې دا پیسې د افغانستان د اسعارو د بیلانس لپاره خورا ګټورې دي، سره له دې چې تحریمونه موجود دي، خو یو عامل دا چې افغانۍ پیسې نه دي راټیټې شوي،همدا دلیل دی،نو دا پیسې د معیشیت د تامین او د افغانستان د خلکو تغذیې او د هېواد د اقتصادي لپاره مهمې دي.”

خو ښاغلی اذرخش ټینګار کوي چې که د کارموندنې فرصتونه رامنځته نه شي او اقتصادي وضعیت ښه نه شي، پر بهرنیو مالي مرستو د کورنیو تکیه به نوره هم زیاته شي، او په هېواد دننه د خلکو د کار لېوالتیا، ابتکار او ارادې باندې منفي اغیزې کوي.

د یادونې ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې افغانستان له اقتصادي رکود، پراخې بې‌کارۍ او د بې‌وزلۍ له زیاتوالي سره مخ دی.

د کار د فرصتونو کمښت او د خلکو د عاید محدودې سرچینې دې ته لاره هواره کړې چې ګڼې کورنۍ د خپلو ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د هېواد له بهر د خپلوانو په مالي مرستو تکیه وکړي.

په وروستیو لسیزو کې میلیونونه افغانان د جګړو، ناامنۍ، اقتصادي ستونزو او د ښه ژوند د فرصتونو په لټه کې نورو هېوادونو ته کډه شوي دي.