ټاکل شوې ده چې د پولیو ضد واکسین کمپاین د شنبې په ورځ، (د چنګاښ په ۲۰مه)، د کونړ ولایت په ټولو ولسوالیو او د نورستان ولایت په پنځو ولسوالیو؛ برګمټال، کامدېش، پارون، واما او وایګل کې ترسره شي.
د "له پولیو پاک افغانستان" ادارې د پنجشنبې په ورځ ، په خپلې ایکسپاڼې وویل چې دا ګډ کمپاین د پولیو د پیچکارۍ (تزریقي) او په خوله کې د څاڅکو له لارې ترسره کیږي. د دې کمپاین موخه د پنځو کلونو څخه د کم عمره ماشومانو د معافیت سیستم پیاوړی کول او د پولیو ویروس د خپرېدو مخنیوی دی.
د نړیوال روغتیا سازمان د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ میلادي کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ یوه ساري او دایمي معلولوونکې ناروغي ده چې درملنه نه لري، او د هغې د مخنیوي یوازینۍ اغېزمنه لار د واکسین پر وخت تطبیق دی.