راپورونه وايي قطر، پاکستان او دسیمې یوشمیر نور هیوادونه لکه ترکیه ، مصر او سعودي عربستان هڅه کوي چې دامریکا او ایران ترمینځ کړکیچ را کم کړي او د اټومي خبرو اترو د بشپړې ناکامۍ مخه ونیسي.
د اکسیوس رسنۍ د راپور له مخې، سره له دې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ، د چنګاښ ۱۷مه، له ایران سره تفاهملیک او اوربند پای ته رسېدلی اعلان کړ او د هوايي بریدونو امر یې ورکړ، خو د هغه اداره لا هم غواړي چې د هرمز تنګی بېرته د بېړیو پر مخ پرانیستل شي او د شخړې او جګړې د پراخیدو مخه ونیول شي.
یوې سیمه اییزې سرچینې اکسیوس ته ویلي، منځګړي هېوادونه باور لري چې په هرمز تنګي کې پر بېړیو وروستي بریدونه ښايي د ایران د حکومت د هغو ډلو له لوري شوي وي چې له تفاهملیک سره مخالف دي او غواړي د خبرو اترو بهیر کمزوری کړي.
اکسیوس دا هم ویلي چې د منځګړو هېوادونو چارواکو د چهارشنبې په ورځ له امریکايي او ایراني چارواکو سره څو ځله اړیکې نیولې، څو لومړی د کړکېچ د کمېدو لپاره زمینه برابره کړي او وروسته د اټومي خبرو اترو د نوې تخنیکي دورې په ترځ کې هوکړې ته ورسېږي.
یو امریکايي چارواکي هم د ډونالډ ټرمپ او د هغه د ملي امنیت له ډلې سره تر غونډې وروسته ویلي، واشنګټن لا هم د یوې ډیپلوماټیکې حللارې موندلو ته ژمن دی او د اټومي هوکړې د ترلاسه کولو لپاره تخنیکي خبرې روانې دي. خو امریکا په هرمز تنګي کې د ایران له خوا پر سوداګریزو بېړیو بریدونه «ترهګریز اقدامات» او د تهران له لوري د تفاهملیک د ژمنو ښکاره سرغړونه بولي.