دایران په جنوب کې دنویو چاودنو غږاوریدل شوی؛ عمان وايي هرمز تنګي کې حق العبور لګول نه مني

د هرمز د تنګي یو انځور

ایراني رسنیو د پنجشنبې په ماښام ( دچنګاښ ۱۸) د ایران په جنوب کې د بوشهر په شمول په دوو ځایونو کې د نویو چاودنو د اوریدل کیدو خبر ورکړ.

مهر خبري اژانس رپوټ ورکړ چې «څو شیبې مخکې بوشهر او چغادک ښارونو ته نږدې د دوه چاودنو غږ واوریدل شو.«

تر دې مخکې د پنجشنبې په ورځ پر بوشهر او هلته داټومي بټۍ شاوخوا سیمه باندې دامریکايي ځواکونو لخوا بریدونه شوي وو.

ددغه خبر له خپریدو ښکاري چې دایران په جنوب باندې دامریکا د بریدونو د دوام احتمال شته.

په عین حال کې بلومبرګ خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ چې عمان په رسمي ډول ملګرو ملتونو ته ویلي دي چې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو د تګ راتګ پر سر د حق العبور یا محصول اخیستو ملاتړ نه کوي.

پر ایران د امریکا او اسرائیل له برید وروسته، د ایران سپاه پاسداران په خپل لومړي اقدام کې ټولو کښتیو ته خبرداری ورکړ چې که له اجازې پرته د هرمز له تنګي تېرې شي، په نښه به شي.

د جګړې له پیل راهیسې د ایران حکومت څو ځله ټینګار کړی چې د هرمز تنګي اداره په پای کې د ایران او عمان ترمنځ ده، ځکه دواړه هېوادونه د دې مهمې سمندري لارې په شمال او جنوب کې موقعیت لري، او همدوی به د دې د مدیریت او د تګ راتګ د لګښتونو په اړه پرېکړه کوي.

اوس عمان د ملګرو ملتونو اړوند نړیوالې سمندري ادارې ته خبر ورکړی چې د هرمز په تنګي کې د کښتیو څخه د تګ راتګ د فیس اخیستو مخالف دی.