ملګري ملتونه وايي له ۲۰۲۳ کال راهیسې څه دپاسه ۶ ملیونه افغان کډوال او په دوی کې ۲.۹ ملیونه کسان په تیر ۲۰۲۵ کال کې خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
ملګري ملتونه زیاتوي چې په روان ۲۰۲۶ میلادي کال کې تراوسه ۷۵۰ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي اواټکل کیږي چې د کال ترپایه به ۲.۵ ملیونه نور کسان افغانستان ته ستانه شي.
د غه شمیرې د ملګرو ملتونو تازه رپوټ کې چې د ریلیف ویب لخوا خپور سوی راغلي دي.
بلخوا د ملګرو ملتونو دوه لوړ پوړو چارواکو چې افغانستان ته په سفر تللي دي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د ستنیدونکو د ملاتړ لپاره بیړنۍ او دوامداره پانګونه وکړي.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګروام مشر الکساندر دیکرو او دپناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو ستر کمشنر برهم صالح وايي د افغانستان خلک چې له نادارۍ ، د اقلیمي بدلون له اغیزو او محدودو اقتصادي فرصتونو سره لاس ګریوان دي د کډوالو د ستنیدو د یوې لویې څپې لخوا هم ترفشار لاندې دي.
په عین حال کې د پاکستان د حکومت دمخکني اعلان له مخې د جمعې په ورځ دهغو افغان کډوالو د نیولو نوې څپه پیلیږي چې په دغه هیواد کې د پاته کیدو لپاره داعتبار وړ اسناد نلري.