د چین په جنوب ختیځ کې د بوټانو د تولید یوه فابریکه کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۲۸ کسان وژل شوي دي.
د چین د دولتي رسنۍ (CCTV) د راپور له مخې، د اور وژنې ځواکونو پرون تر ناوخته پورې هڅه کوله چې اور مهار کړي او هغه کسان وژغوري چې د فابریکې په ودانۍ کې بند پاتې وو.
د یادې رسنۍ رپوټ زیاتوي چې دغه اورلګېدنه د چین د فوجیان ولایت د جینجیانګ ښار په یوه فابریکه کې رامنځته شوې ده.
رویټرز خبري اژانس پنجشنبې د دې پېښې د قربانیانو شمېر ۲۸ تنه راپور کړی، خو اټکل کېږي چې د مړو شمېر نور هم زیات شي.
د رسمي شمېرو له مخې، په جینجیانګ ښار کې زرګونه فعالو شرکتونو په ۲۰۲۴ میلادي کال کې له ۱.۲ میلیاردو څخه زیاتې جوړې بوټان تولید کړي وو، چې د نړۍ د بوټانو د ټول تولید شاوخوا ۲۰ سلنه جوړوي.