د امريکا ولسمشر د ناټو د مشرانو دغونډې په پای کې د ايران پر وړاندې د خپلې تګلارې دفاع وکړه او ويې ويل چې امکان لري د ايران نوي مشران هم ووژل شي.
ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۱۷مه، په انقره کې په يوه خبري غونډه کې د ايران د مشرانو په اړه وويل: «هغوی مشران لرل، خو نور نشته. اوس نوي مشران لري، او کېدای شي هغوی هم له منځه ولاړ شي.»
ټرمپ زياته کړه چې امکان لري خپله هم ځکه د بريد هدف شي چې په وينایې ، دی د ايران «لومړی هدف» دی.
د ايران پخوانی مشر ايتالله علي خامنه ای او د دغه هېواد يو شمېر لوړپوړي پوځي او ملکي چارواکي څلور میاشتې مخکې په ایران باندې د امریکا او اسرائیل د ګډو بریدونو پیل کې ووژل شول.
ولسمشرټرمپ د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د بيا پيلېدو د احتمال په اړه وويل چې هر ډول پېښه ښايي ژر پای ته ورسېږي، او د امريکا موخه دا نه ده چې اوږدمهاله جګړې ته ننوځي.
دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې د امريکا پوځ، هرمز تنګي کې پر بېړيو د ايران پورې د منسوبو بريدونو په غبرګون کې، د ايران په سوېل کې ځينې هدفونه په نښه کړل.
بلخوا، د ايران پوځ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د امريکا د تېرې شپې په بريدونو کې يې د درېيو پوځي اډو اته سرتېري وژل شوي دي.
د ايران د پوځ د عامه اړيکو د اعلاميې له مخې، چې د دغه هېواد رسنيو هم خپره کړې، ياد سرتېري په بندرعباس او بوشهر کې «د دښمن د توغنديزو بريدونو له امله» وژل شوي دي.