د پاکستان پوځ وایي په بلوچستان کې په وروستیو بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمیر۴۲ ته رسیدلی. څلور یې ملکي وګړي ښودل شوي

آرشیف

د پاکستان پوځ وایي چې په بلوچستان کې په وروستیو څلورو ورځو کې په دریو وسله والو بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمیر۴۲ ته رسیدلی. په وژل شویو کې ملکي وګړي او امنیتي کسان شامل دي.

د پوځ ویاند احمد شریف چوهدري په یوه تلویزیوني وینا کې وویل، په وژل شویو کې څلور ملکي وګړي او نور پولیس او سرتېري دي. تردې مخکې چارواکو د سې شنبې په ورځ د امنیتي ځواکونو د نهو غړیو وژل کیدل تایید کړي و.

نوموړي همدارنګه وویل چې په دغو بریدونو کې ۵۴ وسله ‌وال وژل شوي او یادونه یې وکړه چې پوځي عملیات به دوام وکړي.

د بلوچستان چارواکو د سې شنبې په ورځ وویل چې وسله ‌والو د منګي بند پروژې د ساتنې پر پوستې برید کړی چې په پایله کې یې نهه پولیس وژل شوي او یو شمېر نور ورک دي.

وروستی تاوتریخوالی په پاکستان کې په سرحدي سیمو کې د مخ پر زیاتېدونکو هغو وسله ‌والو بریدونو د لړۍ یوه برخه ده چې اسلام‌اباد وايي چې دا بریدونه له افغانستانه تنظیمېږي، خو په کابل کې چارواکو په وار وار دا ادعا رد کړې ده.