شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې یو پېژندل شوی نوم او د لومړي نسل له چپ لاس چټکو توپ اچوونکو څخه و، چې له یوې مودې ناروغۍ وروسته یې د هند په یوه روغتون کې ساه ورکړه.
د کرکټ نړیوالې شورا هغه د نړیوال کرکټ په ډګر کې د افغانستان د پرمختګ له مهمو څېرو بللی، چې له یوې لسیزې زیات وخت یې د افغانستان د ملي لوبډلې لپاره لوبې کړې دي.
د کرکټ نړیوالې شورا زیاته کړې چې شاپور ځدران د ۲۰۱۵ کال د کرکټ نړیوال جام په ترڅ کې د افغانستان په لومړۍ تاریخي بریا کې، چې د سکاټلنډ پر وړاندې ترلاسه شوه، مهم رول درلود. دی همداراز په دغو لوبو کې د ۱۰ ویکټو په اخیستو سره د افغانستان تر ټولو غوره توپ اچوونکی و.
د دې شورا په وینا، شاپور ځدراڼ هغه مهال چې افغانستان په ۲۰۱۸ کال کې د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ، د ملي لوبډلې ثابت لوبغاړی و او وروستۍ لوبه یې د ملي لوبډلې په جامه کې په ۲۰۲۰ کال کې ترسره کړه.
شاپور ځدراڼ له سکاټلنډه د لوبې تر ګټلو وروسته
شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې یو مشهور توپ اچوونکی و، چې خپله لومړۍ نړیواله یوه ورځنۍ لوبه یې په ۲۰۰۹ کال کې د هالنډ پر وړاندې ترسره کړه او د څلورو ویکټو په اخیستو سره د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
هغه په ټوله کې د افغانستان لپاره ۴۴ یوه ورځنۍ نړیوالې لوبې او ۳۷ شل اوریزې نړیوالې لوبې ترسره کړې دي.
همدارنګه د افغانستان کرکټ بورډ شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرکټ د تاریخ له اغېزناکو لوبغاړو بللی، چې د خپلې ژمنتیا، لېوالتیا او دوامدارو هڅو له لارې یې په هېواد کې د دغه ورزش په وده او پراختیا کې مهم رول لوبولی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ په وینا، ځدراڼ د افغانستان د کرکټ د لومړیو ورځو د سفر په زړه کې و او نړیوالې صحنې ته یې د دې لوبدلې په رسولو کې مهم رول درلود.
د شاپور ځدراڼ ملګري او د افغانستان د کرکټ بورډ پخواني اجرائیوي رئیس شفیق ستانکزي، ازادي راډیو سره په خبرو کې هغه د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې له بنسټګرو څخه وباله:
زه شاپور ځدران له ۲۰۰۲ کال راهیسې پېژنم، ځکه په همدې کال د افغانستان کرکټ ته داخل شو او له موږ سره یې یو ځای کرکټ کاوه. له هغه وخت تر اوسه هېڅکله له یو بل څخه خوابدي شوي نه یو. د هغه له مړینې ډېر خواشیني یود شاپور ځدراڼ ملګری او پخوانی همکار، شفیق ستانکزی
د افغانستان کرکټ بورډ ټینګار کړی چې د ملي لوبډلې لپاره د شاپور ځدران لاسته راوړنې او خدمتونه به د افغانستان د کرکټ د تاریخ یوه مهمه برخه پاتې شي او نوموړی به تل د ځوانو افغان کرکټ لوبغاړو لپاره یوه الهامبښونکې څېره وي.
د هغه له مړینې وروسته، د افغانستان کرکټ بورډ هغه ته د درناوي په پار او له کورنۍ سره یې د خواخوږۍ څرګندولو په موخه د شپږیزې کرکټ لیګ د یوولسم پړاو هغه لوبې، چې ټاکل شوې وه د روانې اوونۍ د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو ترسره شي، وځنډولې.
په همدې حال کې، د افغانستان کرکټ بورډ د شاپور ځدران د جنازې او خاورو ته سپارلو مراسمو جزیات هم اعلان کړي دي. د دې بورډ د اعلامیې له مخې، د هغه جسد به د چهارشنبې په ورځ د سرطان میاشتې په ۱۷مه نېټه له هند څخه د کابل هوايي ډګر ته ورسېږي، او یوه ورځ وروسته به د هغه د جنازې لمونځ او خاورو ته د سپارلو مراسم په کابل کې ترسره شي.