د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، له ایران سره د شخړې د پای ته رسولو لپاره لاسلیک شوی تفاهم لیک "نور پای ته رسېدلی" او زیاته یې کړه چې نه غواړي له تهران سره خبرې پرمخ یوسي.
ټرمپ د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د چهارشنبې په ورځ د ناټو د سرمشریزې له پیلیدو مخکې وویل: "زما لپاره، فکرکوم چې دا (هوکړه) پای ته رسېدلې. زه نه غواړم له دوی سره معامله وکړم."
ټرمپ چې د ناټو سرمنشي مارک روټه یې په خوا کې و، وویل: "هغوی بې ارزښته دي. دوی ناروغ خلک دي. دوی د ناروغو کسانو له خوا رهبري کېږي." نوموړي زیاته کړه: "زما له نظره، له دوی سره معامله کول یوازې د وخت ضایع کول دي." خو هغه داهم وویل چې دا د امریکا مذاکره کونکو ته پریږدي چې له ایران سره د سولې خبرې دوام ومومي کنه. نوموړی په دغو څرګندونو سره چې سخت دریځ یې خپل کړی، بیا هم د خبرو اترو لپاره دروازه پرانیستې پرېږدي.
د واشنګټن او تهران ترمنځ د لنډمهاله اوربند هوکړه چې د پاکستان په منځګړیتوب لاسلیک شوې، د دایمي هوکړې په اړه د خبرو لپاره ۶۰ ورځنۍ مهلت برابروي. خو په قطر کې غیرمستقیمې خبرې تېره اوونۍ له کوم پرمختګ پرته پای ته ورسېدې او د امریکا پوځ د سې شنبې په شپه پر ایران د بریدونو نوې څپه پیل کړه.
د امریکا حکومت د سې شنبې په ورځ وویل چې هغه جوازیې هم لغوه کړ چې ایران ته یې اجازه ورکوله د تیلو پلور ته دوام ورکړي. دا وروسته له هغې چې په هرمز په تنګي کې ایران په درې تېل وړونکو کشتیو برید وکړ.