د ایران سپاه پاسدران انقلاب ځواک وایي چې د امریکا د وروستیو پوځي بریدونو په غبرګون کې یې په بحرین او کویټ کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړې دي.
په دواړو هېوادونو کې د هوايي بریدونو د خطر زنګونه وهل شوي. کویټ وویل چې د هوايي مدافعې سیسټمونه یې د دښمنو توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د ګواښونو پر وړاندې فعال شوي. د بحرین د کورنیو چارو وزارت له خلکو وغوښتل چې د خبرداري زنګونو له فعالېدو وروسته خوندي ځایونو ته لاړ شي.
ایران په سیمه کې پرامریکایي هدفونو بریدونه وروسته له هغې کوي چې متحده ایالاتو تیره شپه پرایران نوي بریدونه وکړل او د تیلو پلور ته ورکړل شوی معافیت یې لغوه کړ. دا اقدام وروسته له هغه وشو چې واشنګټن تهران تورن کړ چې په هرمز په تنګي کې یې پر سوداګریزو کشتیو بریدونه کړي دي.