د ډنمارک صدراعظمې مېټې فریدریکسن د ګرینلنډ ټاپو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه یوځل بیا پرخپل کلک دریځ ټینګار وکړاو ویې ویل چې دا ټاپو د پلور لپاره ندی.
ولسمشرټرمپ د سې شنبې په ورځ په انقره کې بیا ټینګار وکړ چې ګرینلنډ "باید د متحده ایالاتو تر کنټرول لاندې وي، نه د ډنمارک"، او ویې ویل چې دغه پراخه قطبي سیمه د چین او روسیې د بېړیو له خوا محاصره ده.
د ډنمارک صدراعظمې چې د ناتو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره انقرې ته تللې، ټینګار وکړ چې دا په یخ پوښل شوی ټاپو، چې د ډنمارک د سلطنت له خوا اداره کېږي، "د پلور لپاره نه دی."
هغې زیاته کړه: "موږ هیله لرو چې ټول، د ټولو متحدینو په ګډون، د ګرینلنډ د خلکو د خپل برخلیک د ټاکلو حق ته درناوی وکړي. موږ یو خپلواک هېواد یو او اړتیا ده چې هرڅوک زموږ ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ته درناوی وکړي."
د فبرورۍ په میاشت کې، ډنمارک او متحده ایالاتو د یوه احتمالي راتلونکي تړون په اړه خبرې پیل کړې، چې موخه یې په شمالي قطب کې د امنیت ډاډمن کول دي؛ دا کار به د متحده ایالاتو او د قطبي متحدینو له خوا د ګډو اقداماتو له لارې ترسره کېږي. خوله دې سره سره متحدینو په ګرینلنډ کې خپل حضور زیات کړی دی.