د پاکستان د هوايي چلند چارواکو ویلي چې د یوې پاکستانۍ بوینګ ۷۳۷ بار وړونکې الوتکې، چې پنځه کسیزه عمله یې لرله، د سې شنبې په شپه د هوايي ترافیکو د کنټرول له مرکز سره اړیکه پرې شوه. د رویترز د راپورله مځې دغې الوتکې چې د پاکستان کراچۍ ښار ته روانه وه، له دې مخکې راپور ورکړی و چې د مسیریابۍ یا نویګېشن په سیسټم کې یې ستونزه پیدا شوې ده.
د الوتنې لومړنیو معلوماتو له مخې، د K2 Airways شرکت اړوند دغه ۲۷ کلنه بدله شوې بار وړونکې الوتکه چې د متحده عربي اماراتو له شارجې څخه د کراچۍ پرلور روانه وه، ښايي د دې ښار جنوب لوېدیځ لوري ته په سمندر کې لوېدلې وي. د الوتنو د څارنې د خدمتونو ادارې Flightradar24 د معلوماتو له مخې، دغې الوتکې تر وروستي چټک ښکته کېدو مخکې په لوړه ارتفاع کې څو ناڅاپي بدلونونه کړي وو.
که په دې پیښه کې د مرګ ژوبلې راپورونه تایید شي، نو دا به له ۲۰۲۰ کال راهیسې په پاکستان کې د الوتکې د لویدو وروستۍ خونړۍ پیښه وي. په ۲۰۲۰ کال کې د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت (PIA) یوه ایربس A320 الوتکه د کراچۍ هوايي ډګر ځغاست لیکې ته تر رسېدو مخکې ولوېده، چې ۹۷ کسان پکې مړه شول.