امریکا پر ایران بیا بریدونه وکړل؛ تهران: هرهغه اقدام به وکړي چې اړین یې بولي

د امریکا متحده ایالاتو پر ایران د پوځي بریدونو نوې لړۍ پیل کړه او د ایران د تېلو د پلور په اړه یې د بندیزونو یو مهم معافیت هم لغوه کړ. دا وروسته له هغې چې واشنګټن تهران په هرمز تنګي کې پر سوداګریزو بېړیو د بریدونو په ترسره کولو تورن کړ. وروستیو پیښو هغه نازک اوربند له جدي خطر سره مخ کړی چې په سیمه کې یې جګړه درولې دي. دا د دغه تفاهم لیک راهیسي چې متحده ایالاتو او ایران تېره میاشت لاسلیک کړ، ترټولو جدي کړکیچ بلل کیږي. د دغه تفاهم لیک له مخې د ۶۰ ورځو لپاره جګړه درول کیږي او د هرمزتنګي چې د نړۍ له تر ټولو مهمو سمندري سوداګریزو لارو څخه ګڼل کیږي، د کشتیو ازاد تګ راتګ ته بیرته اجازه ورکړل کیږي.

د امریکا پوځ وویل، دغه بریدونه د هغه څه په مستقیم غبرګون کې ترسره شوي چې په وینایې ایران د هرمز تنګي له لارې پر تېرېدونکو درې سوداګریزو کشیو بریدونه کړي وو. په دغو کشیو کې د قطر د اوبلن طبیعي ګازو یوه ټانکر بېړۍ هم شامله وه.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ سینټکام په یوه اعلامیه کې وویل: "دا بریدونه د دې لپاره ترسره شوي چې هغو ته چې په یوه نړیواله سمندري لاره کې پر سوداګریزو بېړیو او د بې ‌ګناه ملکي عملې پر غړو بریدونه کوي درانه تاوانونه واړول شي ." اعلامیې د ایران کړنې "بې‌دلیله، خطرناکې او د اوربند ښکاره سرغړونه" وبللې.

د امریکا پوځ ویلي چې په بریدونو کې یې په ایران کې څه باندې ۸۰ هدفونه په نښه کړي چې په کې د هوايي مدافعې سیسټمونه، د کشتیو ضد توغندي او هرمز تنګي ته نږدې د سپاه پاسداران اړوند څه باندې ۶۰ وړې کشتۍ شامل دي.

دغه پوځي اقدام په داسې حال کې ترسره شو چې د امریکا ولسمشردونالډ ټرمپ په انقره کې د ناتو په سرمشریزه کې ګډون کړی و. ټاکل شوې وه چې نوموړی به په دې سرمشریزه کې چې نن چهارشنبې یې دوهمه او وروستۍ ورځ ده، د ناټو له نورو مشرانو سره د ایران د کړکېچ، دفاعي لګښتونو او د دې پوځي ائتلاف د امنیتي لومړیتوبونو په اړه خبرې وکړي.


واشنګټن اقتصادي فشارونه بېرته زیات کړل

هر ډول اقتصادي اسانتیا د ایران د ژمنو په عملي کولو پورې تړلې ده


د ازادې اروپاـ ازادي راډیو د خبر د مرکزې څانګې د راپورله مځې له پوځي بریدونو سره هم ‌مهاله، د امریکا د خزانې وزارت د ایران د تېلو د پلور اجازه هم لغوه کړه او د هغه بندیزیز معافیت یې بېرته ختم کړ چې د تېرې میاشتې د تفاهم لیک له مخې ځنډول شوی و.

یوه امریکایي چارواکي ازادي راډیو ته وویل چې دا پرېکړه د ټرمپ د ادارې د هغه پخواني دریځ څرګندونه کوي چې ویلي یې دي، هر ډول اقتصادي اسانتیا د ایران د ژمنو په عملي کولو پورې تړلې ده.

دې چارواکي وویل: "لکه څنګه چې ولسمشر ټرمپ او د هغه ادارې په وار وار ټینګار کړی، له ایران سره شوی تفاهم په بشپړ ډول د کړنو او عملي پایلو پر بنسټ ولاړ دی. ایران به یې له ګټو یوازې هغه وخت برخمن شي چې ښه چلند وښيي."

هغه زیاته کړه: "په هرمز تنګي کې د ایران کړنې د متحده ایالاتو لپاره په بشپړه توګه د منلو وړ نه دي او بې ‌پایلې به پاتې نه شي. زموږ مذاکره کوونکي لا هم په ښه نیت د یوې وروستۍ هوکړې د ترلاسه کولو لپاره هڅې روانې ساتي."

دغه معافیت، چې ټاکل شوې وه د اګست تر ۲۱مې پورې دوام وکړي، ایران ته یې اجازه ورکوله چې په محدود ډول اومه تیل صادر کړي او ځینې مالي راکړې ورکړې ترسره کړي، څو د هرمز تنګي له لارې سمندري لېږد رالېږد باثباته وساتل شي.

واشنګټن وایي، تهران خپله ژمنه هغه وخت ماته کړه چې د عمان له ساحل سره نږدې یې پر هغو کشتیو بریدونه وکړل چې د امریکا تر ساتنې لاندې سمندري دهلېز څخه یې استفاده کوله، نه له هغې شمالي لارې چې ایران د کشتیو د تګ راتګ لپاره ټاکلې او تل یې ټینګار کړی ټولې کشتۍ باید له همدې لارې تیرې شي.

د سمندري امنیت د چارواکو په وینا، په وروستیو پېښو کې پر درېیو سوداګریزو کشیو بریدونه شوي، چې په هغو کې د قطر د اوبلن طبیعي ګاز و لېږدوونکې کشتۍ الرقیات هم شامله وه. د راپورونو له مخې، د دې کشتۍ عملې وروسته له هغه د بېړنۍ مرستې غوښتنه وکړه چې یوې بې‌ پیلوټه الوتکې د کشتۍ د انجن خونې ته نږدې برید وکړ.

وروسته، د سمندري معلوماتو ګډ مرکز په هرمز تنګي کې د سوداګریزو کشتیو لپاره د ګواښ کچه "شدیده" اعلان کړه.

د سیمې حکومتونو په چټکۍ سره دغه بریدونه وغندل.

قطر پر خپلې یوې کشتۍ برید "د نړیوال قانون جدي او ښکاره سرغړونه" وبلله او ویې ویل چې ایران به یې بشپړ حقوقي مسؤلیت پر غاړه ولري. سعودي عربستان هم تهران تورن کړ چې نړیوال سمندري تګ راتګ او د نړۍ د انرژۍ اکمالات له ګواښ سره مخ کوي.

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران په جنوب کې څو چاودنې شوې دي، چې په هغو کې د قشم ټاپو، د سیریک ښار او د ستراتیژیک بندرعباس بندر شاوخوا سیمې شاملې دي. امریکایي چارواکو په دې اړه چې په دغو بریدونو کې کوم ځایونه په نښه شوي، سمدستي څه ندي ویلي.

تهران د واشنګټن دا توجیه رد کړه او امریکا یې تورنه کړه چې په پرله ‌پسې ډول یې د اوربند له چوکاټ څخه سرغړونه کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وویل، د ایران د تېلو د پلور په اړه د بندیزونو د ځنډولو لغوه کول د هغه څه د ۱۰مې مادې سرغړونه ده چې دغه وزارت یې د "اسلام‌ آباد تفاهم" بولي؛ هغه تفاهم چې د جون په ۱۸مه لاسلیک شوی و.

دې وزارت په یوه تنده اعلامیه کې وویل چې امریکا په تېرو درېیو اونیو کې له دې هوکړې "وړې او سترې سرغړونې" کړې دي.

اعلامیه زیاتوي چې ایران به "د خپلو ملي ګټو او امنیت د خوندي کولو لپاره هر هغه اقدام وکړي چې اړین یې وبولي"، او واشنګټن یې "د دې ژمنې د ماتولو د پایلو" بشپړ مسؤل وباله.

ایران همداراز ټینګار کوي چې دغه تفاهم لیک تهران ته، د عمان په سلا مشوره، د هرمز تنګي له لارې د سمندري تګ راتګ د بیا پرانیستلو او مدیریت اصلي مسؤلیت ورکړی و.

ایراني چارواکو د سمندري امنیتي خدمتونو لپاره د بېړیو څخه د فیس اخیستلو د وړاندیزونو دفاع کړې او ویلې یې دي چې د سمندري تګ راتګ ساتنه د پام وړ لګښتونه لري.

خو لویدیځو حکومتونو او د بېړیو د صنعت اړوندو بنسټونو د کشتیوپرتګ راتګ هرډول اجباري فیس رد کړی او خبرداری یې ورکړی چې دا ډول پیسې ښايي په زوره اخیستلو ته ورته وي نه د مشروع سمندري خدمتونو لپاره.

د ډیپلوماسۍ لپاره خطرونه

شنونکي وایي چې د بندیزونو د معافیت لغوه کول پر تهران فشار زیاتوي، خو له بلې خوا دا خطر هم رامنځته کوي چې د خبرو اترو له پای ته رسېدو مخکې نازک ډیپلوماتیک چوکاټ زیانمن کړي.

د ابسیډین ریسک اډوایزرز Obsidian Risk Advisors خصوصي مشورتۍ کمپنۍ د بندیزونو د چارو متخصص بریټ ایریکسن دا پوښتنه راپورته کوي چې ایا د دې معافیت لغوه کول به رښتینی او اغېزمن اقتصادي فشار رامنځته کړي که نه.

اقتصادي امتیاز نسبتاً محدود ثابت شو. اوس یې لغوه کول دا خطر لري چې ټول تفاهم لیک له منځه یوسي،

نوموړي ازادي راډیو ته وویل تجربو ښودلې دې کارزیات اغیزندی لري او زیاته یې کړه چې ایران د عمومي جواز د پلي کېدو په موده کې لسګونه میلیونه بېرله تېل ولېږدول، خو موږ تراوسه له چین پرته د نویو پېرودونکو کومه نوې څپه ونه لیدله.

هغه زیاته کړه: "اقتصادي امتیاز نسبتاً محدود ثابت شو. اوس یې لغوه کول دا خطر لري چې ټول تفاهم لیک له منځه یوسي، هغه هم یوازې د هغه امتیاز له امله چې هېڅکله هم په ځانګړې توګه مهم ثابت نه شو."

زینب ریبوعه، چې په واشنګټن کې میشت هډسن انستیتوت کې د منځني ختیځ د سولې او امنیت د چارو څېړونکې ده، ازادي راډیو ته وویل چې ښايي د ټرمپ اداره د بندیزونو له معافیت څخه د خبرو اترو لپاره د اضافي فشار د وسیلې په توګه کار اخلي، نه دا چې په بشپړه توګه له ډیپلوماسۍ لاس واخلي.

هغې وویل چې د ایران د کنګل شویو شتمنیو په اړه اختلافات د خبرو اترو په ټوله موده کې لا هم حل شوي نه دي او زیاته یې کړه چې ښایي دا وروستی اقدام د ۶۰ ورځني مذاکراتي مهلت له پای ته رسېدو مخکې په خبرو کې د واشنګټن د ځواک د پیاوړی کولو لپاره شوی وي.

خو ریبوعه محتاطانه خبرداری ورکړ چې دا تګلاره د پام وړ خطرونه لري، په ځانګړي ډول د نړۍ د انرژۍ بازارونو لپاره.

هغې وویل، که څه هم زیات فشار ښايي پر مذاکراتو اغېز وکړي، خو په هرمز تنګي کې دوامداره بې ‌ثباتي به د بیمې لګښتونه لوړ وساتي او ښايي په اروپا او نورو سیمو کې د انرژۍ د بیو د لوړېدو له لارې د انفلاسیون فشارونه بېرته زیات کړي.