د افغانستان د خبریالانو مرکز د پیګرد خبري آژانس د مسول مدیر احمد جاوید نیازي د خوشې کیدو خبر ورکوي

د افغانستان د خبریالانو مرکز د پیګرد خبري آژانس د مسول مدیر احمد نیازي د خوشې کیدو خبرورکوي. دې مرکز د سې شنبې په ورځ په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې یوې باخبره سرچینې ورته ویلي چې نوموړی د سې شنبې د ورځې په سهار د طالبانو د استخباراتو د ۴۰ ریاست له زندانه خوشې شو. د بیان له مخې هغه شاوخوا دوه میاشتې له طالبانو سره بندي و خو په خبره یې پیګرد خبري آژانس لاهم د طالبانو له خوا تړلی دی. دې مرکزد ښاغلي نيازي د خوشې کېدو د هرکلي ترڅنګ ويلي چې د ۶۳ ورځو لپاره نيول او له ازادۍ محرومول یې د بشري او مسلکي حقونو ښکاره نقض و اوهغه يې غندلي دي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز د معلوماتو له مخې، د طالبانو د استخباراتو ځواکونو د غويي په ۱۳مه په کابل کې د پیګرد پردفتر چاپه ووهله، له خبريالانو سره يې سخت او تاوتريخجن چلند وکړ، د اژانس وسايل يې ضبط کړل او له ځان سره يې يوړل.

تر اوسه پورې د نيازي پر ضد د لګېدلو تورونو جزئيات او د هغه د خوشې کېدو څرنګوالی نه دی روښانه شوی او د طالبانو چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ويلي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز همدارنګه د طالبانو له استخباراتو غوښتي چې نور بنديان خبريالان او د رسنيو کارکوونکي هم خوشې کړي.

په افغانستان کې د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته، د رسنيو او خبريالانو پر وړاندې د نورو محدوديتونو او فشارونو تر څنګ، وخت ناوخت د خبريالانو او د رسنيو د کارکوونکو نيول کیدو اندیښنې راپورته کړي دي.