ایمانویل مکرون: سوریه باید د بې ثباتۍ ښکار نشي

د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون د سې شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې سوریه باید د بې ‌ثباتۍ ښکارنه شي. نوموړي دغه څرګندونې د سوریې له پلازمیني دمشق څخه د رسمي کتنې په ترڅ کې وروسته له هغې وکړي چې په دې ښارکې د هغه هوټل په مخکې چې ده پکې شپه تیره کړې وه، دوه بمي چاودنې وشوې.

دغو غبرګو چاودنو سوریې ته له ۲۰۲۴ کال راهیسې چې احمد الشرع د ولسمشرپه توګه ټاکل شوی، د اروپایي ټولنې د یوه غړي هیواد د لومړني ولسمشر رسمي سفر ترسیوری لاندې راوست.

دا په داسې حال کې چې ولسمشر احمد الشرع هڅه کوي له څه باندې یوې لسیزې جګړو وروسته په نړیوال ډګر کې د سوریې انځور بېرته ورغوي.

دواړو مشرانو ژمنه وکړه چې اقتصادي او ډیپلوماتیکې اړیکې به لا پیاوړې کړي او په دواړو هېوادونو کې به نوي سفیران وټاکل شي.

مکرون په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل، موږ باید "اجازه ور نه کړو چې دا ډول بریدونه مو بې ‌ثباته کړي." نوموړي یو ځل بیا له دمشق سره د پاریس پر ملاتړ ټینګار وکړ.

د سوریې ولسمشر احمد الشرع د مکرون "زړورتیا" وستایله چې له دغو چاودونو سره سره یې خپل سفرته دوام ورکړ.