په افغانستان کې، چې څو لسیزې جګړو، اقتصادي ستونزو او د تخصصي خدمتونو کمښت ان د انسانانو ژوند له ګڼو ننګونو سره مخ کړی، یو معلول ځوان غواړي په خپل نوښت سره د ټپي او معلولو حیواناتو ژوند بدل کړي.
د هرات ولایت دا اوسېدونکی امید حقجو چې جسمي معلولیت لري، له تېر یو نیم کال راهیسې د مرستندویو وسایلو، لکه ویلچرونو او ملاتړو بریسونو، په جوړولو سره هغو حیواناتو ته سره مرسته کوي چې د ترافیکي پېښو، ناروغیو او یا نورو ټپونو له امله یې د حرکت کولو وړتیا بایللې ده.
په افغانستان کې په دې اړه چې پر حیواناتو رحم وشي، شفقت ورسره وشي او ونه ځورول شي سم عامه پوهاوی نه دی شوی، او لا هم د حیواناتو ځورولو فرهنګ موجود دی.د هرات ولایت اوسېدونکی امید حقجو
هغه ازادي راډیو ته وویل: «هڅه کوو چې بېلابېلو حیواناتو ته رسیدنه وکړو، له ناروغو سپیو نیولې تر هغو پورې چې د بدن غړي یې مات شوي دي. په ځانګړي ډول ترافیکي پېښو کې چې ډیری حیوانات په کې زیان ویني. موږ د دې حیواناتو څارنه او ورته پاملرنه کوو.»
هغه سپي، پیشوګانې او نور حیوانات چې پخوا به یې په سختۍ حرکت کاوه، اوس په لاس د دغو جوړو شویو وسایلو په مرسته یې یو ځل بیا د تګ او ژوند فرصت موندلی دی.
امید حقجو - معلول دی خو له ژوبلو او معلولو سپيانو سره مرستې کوي
ښاغلي حقجو، چې په هرات کې یې د دغو حیواناتو لپاره یو مرکز هم جوړ کړی، وايي د واټونو او کوڅو د سر حیواناتو ته د خوړو ورکول، ناروغو حیواناتو ته د واکسین او درملو برابرول هم د دوی نور مهم فعالیتونه دي.
د ده په خبره، یو شمېر خلک، په ځانګړي ډول هغه افغانان چې له هېواده بهر اوسېږي دې کارونو کې د نوموړي مالي ملاتړ کوي.
له معلولیته د امید حقجو شخصي تجربې، هغه ته دا انګېزه ورکړې چې له هغو موجوداتو سره مرسته وکړي چې خپل درد او اړتیاوې نه شي بیانولی.
هغه د دې پر ځای چې خپل جسمي محدودیتونه د خپلو هیلو پر وړاندې خنډ وګڼي، الهام یې ترې اخیستی او د خپل خلاقیت او تخنیکي وړتیاوو په مټ ټپي حیواناتو ته د بېرته حرکت راګرځولو هڅه کوي او غواړي خپل فعالیتونه د افغانستان نورو ولایتونو ته هم وغځوي:
«موږ پلان لرو چې په هرات، کابل، جلالاباد او مزار شریف کې څلور مرکزونه جوړ کړو، څو هم د حیواناتو لپاره پناهځایونه ولرو او هم ځانګړي حیواني روغتون جوړ کړو چې هلته به د حیواناتو ډاکټران هم موجود وي او هغه حیوانات چې له ستونزو سره مخ کېږي، درملنه به یې وشي. دا مهال موږ په هرات کې له ۵۰ څخه تر ۶۰ سپیو ته رسېدنه کوو.»
په افغانستان کې د حیواناتو لپاره تخصصي درملنه او بیارغونه ډېره محدوده ده او یا هم په ډېرو سیمو کې هېڅ نشته. همدارنګه ډېری حیواني مرکزونه د مرستندویو وسایلو د جوړولو امکانات نه لري. له همدې امله د دغه ځوان نوښت هغه تشه ډکه کړې چې تر دې وړاندې ورته لږه پاملرنه شوې وه.
هغه هره وسیله د حیوان د اندازې، وزن او د ټپ د ډول له مخې طرحه کوي او د شته امکاناتو او موادو په کارولو سره هڅه کوي سپکې، کلکې او راحته وسیلې جوړې کړي. کله ناکله یوه وسیله څو ځله بدلوي، څو حیوان وکولای شي په ډېرې اسانتیا سره حرکت وکړي.
امید حقجو له خلکو او هم د طالبانو له حکومت غواړي چې د حیواناتو حقونو ته جدي پاملرنه وکړي.
د هغه هڅې د نوښت، همدردۍ او ټولنیز مسؤلیت یوه روښانه بېلګه ګڼل کېږي.
د ده کار نه یوازې د ګڼو ټپي حیواناتو د ژوند کیفیت ښه کړی، بلکې ټولنې ته یې یو مهم پیغام هم رسولی دی؛ هغه دا چې معلولیت نورو ته د خدمت خنډ نه دی، بلکې کولای شي د نوښتګرو حللارو د رامنځته کولو لپاره یوه انګېزه وګرځي، ان که موخه یې حیواناتو سره مرسته هم وي.
دې هراتي ځوان ، امید حقجو، لپاره هر هغه ګام چې یو حیوان یې د دغو وسایلو په مرسته اخلي، یوازې یوه تخنیکي بریا نه ده، بلکې د هیلې، زغم او دې باور نښه ده چې ان د افغانستان په سختو شرایطو کې هم اراده او خلاقیت کولای شي د زیانمنو او بېوسه موجوداتو ژوند بدل کړي.