د ملګروملتونو جګپوړي چارواکي په افغانستان کې د اوږدمهال حل لارو لپاره د خصوصي سکټور پر ملاتړ ټینګارکوي

د ملګروملتونو جګپوړي چارواکي وایي، په افغانستان کې د خصوصي سکټور له ملاتړڅخه هدف دادی چې ستونزو ته اوږد مهاله حل لارې وموندل شي. د کډوالو لپاره د ملګروملتونو عالي کمیشنر برهم صالح د دوشنبې په ورځ په مزارشریف کې د ملګروملتونو له ملاتړڅخه د برخمنو خصوصي سکټور له پروژو څخه د کتنې په مهال فرانسپرس خبري آژانس ته وویل، دا مهمه ده چې موږ دلته حضورولرو څو د مېشتېدو، ټولنیز ادغام، بقا، او له بقا ورهاخوا د معیشت او دوامدارو حل‌لارو په برخه کې مرسته وکړو.

د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (UNDP) مشر الکساندر ډي کرو چې له هغه سره ملګری و، دې آژانس ته وویل چې د دواړو ادارو له خوا له سوداګریزو شرکتونو سره همکاري کولای شي د اوږدمهاله حل‌لارو د موندلو لپاره د پیل یوه ښه زمینه برابره کړي.

هغه وویل: "هغه تګلاره چې موږ دلته غوره کړې، په حقیقت کې دا ده چې سمدستي د اوږدمهاله لیدلوري پر بنسټ عمل وکړو او یوازې په لنډمهالو او بیړنیو اړتیاوو بسنه ونه کړو."

د ملګرملتونو دغه جګپوړي چارواکي له بیړنیو بشري مرستو ورهاخوا د افغانستان د ځان بساینې په هدف له خصوصي سکتورڅخه د ملاتړخبره داسې مهال کوي چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په کابل کې د صنعت او کانونو اوونۍ د پنځم نړیوال نندارتون پای غونډې مراسمو کې ویلي چې افغانستان په اوس وخت کې په ګڼو سکټورونو کې ځان بسیانې ته رسیدلی دی. د هغه په خبره وروستیو پنځو کلونو کې په افغانستان کې د تولیدي توکو شمیر له ۵۰۰ څخه دوه زره بیلابیله ډولو ته لوړشوی. خو د دغو پرمختګونو سره سره افغانستان لا هم د نړۍ د هغو هیوادونو په کتار کې دی چې له سختو بشري ناورینونو سره مخامخ دي.