د افغانستان د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ کې د موټرو د پرزو پخوانی ګرم بازار اوس سوړ شوی او کاروبار تقریبا په ټپه دریدلی دی.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال مشر، عبدالباقي بینا فرانسې خبري اژانس ته ویلي:
"کله چې له پاکستان سره پوله وتړل شوه، موږ د بندر عباس له لارې هم صادرات کول، که څه هم له ډېرو ستونزو سره مخ وو... خو بیا هم یوه لاره موجوده وه."
د جاپان او نورو هېوادونو د موټرو پرزې چې پخوا به د پاکستان له لوري په ځمکنۍ لار سپین بولدک ته رسېدې، وروسته د متحده عربي امارات له لارې راوړل کېدې. دا لاره اوږده او لګښتي وه، خو لږ تر لږه یې سوداګري روانه ساتلې وه.
خو وروسته د فبرورۍ په میاشت کې په منځني ختیځ کې جګړه پیل شوه، او د بینا په وینا، "دې جګړې افغانستان ته ډېرې سختې ستونزې پیدا کړې."
د دې جګړې له امله د هرمز تنګي له لارې نړیواله سوداګري په پراخه کچه ټکنۍ شوه.
د موټرو پرزې چې پخوا به سپین بولدک ته رسېدې، هلته به ترې نوي موټرونه جوړیدل یا به د هېواد بېلابېلو سیمو ته د موټرو د ترمیم لپاره لېږدول کېدې.