په ایران کې میشت افغان کډوال: له جګړې وروسته محدودیتونه زیات شوي

د هانا په نوم د بشري حقونو یو سازمان وايي، د ایران په جګړه کې تر ټولو ډیر زیان افغان کډوالو ته رسیدلی دی.

دغه سازمان د یکشنبې په ورځ د ( جولای ۵مه) پر خپلې ویب پاڼې په یو راپور کې ویلي،"ډير شمیر افغان کډوال د مهمو اسنادو لکه د واده، طلاق، د ماشومانو د پیدایښت کارت او ورته نورو حقوقي مسایلو په ثبت او راجستر کې له جدي ستونزو سره مخ دي".

ه ځانګړې توګه له جګړې وروسته افغان کډوالو ته کار نشته، د قانوني اسنادو نه درلودل د افغان کډوالو تر ټولو لویه ستونزه ده. دغو ستونزو زده کړو، روغتیايي خدمتونو، کار او نورو حقوقي مسایلو ته د دوی لاسرسی محدود کړی دی
سیما

د راپور په ټکو، " په ایران کې میشت افغانان د کډوالۍ له حقونو لکه د ماشومانو د سرپرستۍ حق، د میراث، بیمې او د تاوان د ورکړې او ورته نورو قانوني حقونو څخه محروم دي او ورته لاسرسی نه لري".

هانا د ایران د بشري حقونو یو خپلواک، غیردولتي او غیرانتفاعي سازمان دی چې د ایران په کرد میشتو سیمو کې له بشري حقونو د سرغړونې راپورونه ورکوي او پېښې يې مستندوي.

د دغه سازمان د موندنو له مخې، په ایران کې له جګړې وروسته افغان کډوال د نیول کیدو له ویرې دولتي ادارو ته له ورتګه ځان ساتي.

د دغه سازمان په ټکو، ښځې او ماشومان تر نورو ډیر زیانمن دي.

سیما په ایران کې میشت افغانه کډواله ده.

هغه ازادي راډیو ته په ایران کې پر افغان کډوالو د محدودیتو د زیاتیدو په اړه وویل،" په ځانګړې توګه له جګړې وروسته افغان کډوالو ته کار نشته، د قانوني اسنادو نه درلودل د افغان کډوالو تر ټولو لویه ستونزه ده. دغو ستونزو زده کړو، روغتیايي خدمتونو، کار او نورو حقوقي مسایلو ته د دوی لاسرسی محدود کړی دی".

د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې، شاوخوا دوه میلیونه او سل زره افغان کډوال په قانوني توګه په ایران کې ژوند کوي.

د راپورونو له مخې، نژدې دوه میلیونه نور افغان کډوال بیا په غیرقانوني توګه په دې هېواد کې اوسیږي.

د هانا په ټکو، که څه هم په ایران کې د بهرنیو وګړو قوانین ټولو امکاناتو ته د بهرنیو وګړو پر لاسرسی تاکید کوي، خو په عمل کې افغان کډوال له دغو حقونو برخمن نه دي.

دغه سازمان له ایراني چارواکو غوښتي چې د اسنادو د ثبت او راجستر په برخه کې افغان کډوالو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

په وروستیو کې له ایرانه د افغان کډوالو د اخراج پروسه هم ګړندۍ شوې.

ملګرو ملتونو ویلي، یوازې په ۲۰۲۵کال کې سل زره افغان کډوال له ایرانه بیرته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.