په تهران کې د علي خامنه یي د جنازې لپاره کلک امنیتي تدابیرنیول شوي دي

د ایران د پخواني مشر ایات الله علي خامنه یي د جنازې مراسم د دوشنبې سهار وختي په تهران کې پیل شوي چې د چارواکو په خبره ملیونونه کسان به پکې ګډون وکړي. د دغو مراسمو تنظیمونکو ویلي چې دغه مراسم به په تهران کې چې ورته کلک امنیتي تدابیرنیول شوي، له لسو تردولس ساعتونو پورې دوام وکړي. چارواکي هڅه کوي چې په دغو مراسمو کې د ګډوډۍ هغه ناوړه پیښه تکرارنشي چې په ۱۳۶۸ کال کې د مخکیني مشر روح الله خمیني د جنازې په مراسمو کې شوې او لس کسان پکې مړه او زرګونه کسان پکې ټپیان شوي وو.

په هغو مراسمو کې ویرجن کسان پرهغه موټر ورمات شول چې د خمیني جسد یې لېږداوه. د ګڼې ګوڼې له امله یې کفن وشکېد او جسد یې پر ځمکه ولوېد. وروسته چارواکي اړ شول چې د ښخولو ځای ته د خمیني د جنازې د لېږد لپاره له هلیکپټرې کارواخلي.

علي خامنه یې چې د فبرورۍ په ۲۸ پر ایران د امریکا او اسراییل د برید په لومړی ورځ ووژل شو، د جنازې مراسم یې له دوو ورځو راهیسې په تهران کې پیل شوي چې وروسته به د عراق په څو ښارونو کې هم ترسره شي. ټاکل شوې د نوموړي جنازه د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د هغه په پلرني ټاټوبي مشهد کې خاورو ته وسپارل شي.