د ایران د بشري حقونو سازمان «ههنګاو» وايي چې ایران د روان کال په جون میاشت کې لږ تر لږه ۱۰۹ بندیان اعدام کړي، چې پنځه یې افغانان وو.
دغه سازمان په خپله ویب پاڼه د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې، دا اعدامونه د ایران په مختلفو زندانونو کې ترسره شوي.
تر ټولو زیات اعدامونه ۵۴ مورده د هغو کسانو وو چې د قتل په تور محکوم وو. ورپسې په دویمه کټګوري کې د مخدره موادو اړوندو جرمونو په خاطر په اعدام محکوم شوي خلک وو چې شمېر یې ۴۴ ته رسېده.
«ههنګاو» ویلي چې د ټولو ۱۰۹ اعدام شویو بندیانو هویت دغه سازمان ترلاسه کړی، خو دغه سازمان د پنځو افغان اتباعو د هویت او تورونو په اړه یې جزئیات خپاره نه کړل.
د سازمان په وینا، د روان کال په جون میاشت کې د اعدامونو شمیر د تیر کال د ورته مودې په پرتله لږترلږه ۱۰ سلنه زیات شوی دی.
د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي پخوانی استاد نصرالله ستانکزي په ایران کې د افغان اتباعو اعدام "غیر قانوني او غیر قضايي" وباله.
ښاغلی ستانکزی زیاتوي:
ایران، چې د نړۍ په کچه د اعدامونو په شمېر کې له ریکارډ لرونکو هېوادونو دی، له بده مرغه د عادلانه محاکمې اصول نه مراعاتوي، په ځانګړې توګه کله چې د بهرنیو اتباعو، خاصتاً د افغان اتباعو خبره راځي.حقوقپوه او د کابل پوهنتون پخوانی استاد، نصرالله ستانکزی
«د نورو شیانو په منځ کې، ډیری تورن کسان د وکیل له حق څخه محروم دي او په ځینو مواردو کې حتی د خپلو تورونو څخه په بشپړه توګه خبر نه دي. له همدې امله، دا اقدامات غیرقانوني، غیرقضايي او د بشري حقونو د ټولو معیارونو خلاف دي.»
د کابل پوهنتون پخوانی استاد، نصراللهستانکزی
د ایران د بشري حقونو سازمان هم راپور ورکړی چې اسلامي جمهوریت د شنبې په ورځ په یزد او شیراز زندانونو کې درې افغان اتباع اعدام کړي دي.
د سازمان په وینا، دا اشخاص نور جلال مجاهد، میرویس خلیل زاده او ابراهیم احمدشاهي نومول شوي دي.
د بشري حقونو سازمانو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته، په ایران کې د افغان اتباعو د اعدامونو شمیر د پام وړ زیات شوی دی. په ناروې کې میشت د ایران د بشري حقونو سازمان مخکې ویلي و چې ایران په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۸۴ افغان اتباع اعدام کړي دي.
د طالبانو حکومت تازه په ایران کې د افغان اتباعو د اعدام په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښوولی، که څه هم مخکې یې ویلي دي چې د افغان بندیانو د وضعیت په اړه له ایراني چارواکو سره په تماس او مشوره کې دي.
د بشري حقونو سازمانونو په وار وار له ایراني چارواکو غوښتي چې د اعدام د سزا پلي کول ودروي، په ځانګړې توګه د بهرنیو اتباعو، او د مدافع وکیل، ژباړونکي او عادلانه محاکمې ته د لاسرسي حق تضمین کړي.
د بشري حقونو سازمانونو د راپورونو له مخې، افغان اتباع په وروستیو کلونو کې په ایران کې د اعدام شویو بهرنیو اتباعو له لویو ډلو څخه دي.