مجتبی خامنه یي د خپل پلار علي خامنه یي د جنازې په مراسمو کې هم را ښکاره نشو

د ایران مشر مجتبی خامنه یي د خپل پلار او مخکیني مشر آیت ‌الله علي خامنه یي د جنازې د لمانځه په مراسمو کې حاضر نه و. دغه مراسم د یکشنبې په ورځ د جولای په پنځمه سهار ترسره شول، هغه هم له څه باندې څلورو میاشتو وروسته چې نوموړی د ایران په وړاندې د امریکا او اسرائیل د ګډو بریدونو په پیل کې ووژل شو.

د جنازې لمونځ د آیت ‌الله جعفر سبحاني په امامت چې د ایران له لوړپوړو شیعه دیني عالمانو څخه شمېرل کيږي، ادا شو.

د ایران د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې د جنازې لمونځ په درېیو پړاوونو کې ترسره شو: لومړی د علي خامنه یي لپاره، ورپسې د هغه د کورنۍ د هغو غړو لپاره چې په همدې د امریکا او اسراییل په ګډ برید کې وژل شوي وو. د هغه د لور، د هغه د ناوې (د مجتبی خامنه یي مېرمن، زهرا حداد عادل)، او د هغه د ۱۴ میاشتنۍ لمسۍ لپاره.

په دې اړه نور:

په تهران کې د ایات الله علي خامنه اي د جنازې مراسم پیل شول

د ازادې اروپاـ ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپورله مخې مجتبی خامنه‌ یي چې ایراني رسنیو په پراخه کچه د آیت ‌الله په توګه یاد کړی او د خپل پلار له مړینې لږ وروسته د ستر مشر په توګه وټاکل شو، د جنازې په مراسمو کې حاضر نه و. دا په داسې حال کې ده چې د دود له مخې هر نوی ځایناستی د خپل مخکیني مشر د جنازې د لمانځه امامت کوي؛ هغه دود چې شنونکي یې د واک د لېږد د مشروعیت د پیاوړتیا یوه مهمه نښه بولي.

د دود له مخې هر نوی ځایناستی د خپل مخکیني مشر د جنازې د لمانځه امامت کوي

نوموړی له هغه وخت راهیسې په عام محضر کې نه دی لیدل شوی، چې د راپورونو له مخې د فبرورۍ په ۲۸مه په هماغه برید کې چې پلار یې پکې ووژل شو، ټپي شوی و. همدارنګه په تېرو میاشتو کې د هغه هېڅ پېژندل شوې غږیزه یا ویډیويي ثبت شوې وینا نه ده خپره شوې، چې دې مسلې د هغه د روغتیايي وضعیت او د ستر مشر په توګه د خپلو دندو د ترسره کولو د وړتیا په اړه پوښتنې راپورته کړي دي.

ښایي ایراني چارواکي به د خپل پلار د جنازې په مراسمو کې د مجتبی خامنه یي نه ګډون د امنیتي اندېښنو له امله توجیه کړي، خو د اسلامي جمهوریت د نږدې ټولو لوړپوړو چارواکو ګډون په ډاګه کوي چې حکومت سره له دې چې د اسرائیل یا امریکا د احتمالي برید امکان هم موجود و، د امنیتي تدابیرو په اړه کافي ډاډه و.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د پارلمان رئیس محمدباقر قالیباف په مراسمو کې حاضر وو. همدارنګه، د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو قوماندانانو او د دغو ځواکونو د قدس ځواک لوړپوړو افسرانو هم ګډون کړی و. قدس ځواک د ایران د بهرنیو پوځي او پټو عملیاتو د څار مسؤلیت لري.

د جولای په ۳ مه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې واشنګټن تهران ته د جنازې د مراسمو لپاره "یوه اوونۍ مهلت" ورکړی او له هغې وروسته به له ایران سره د سولې د تقاهم لیک د پلي کېدو په اړه غیرمستقیمې خبرې اترې بېرته پیل شي.

د علي خامنه یي درې نور زامن مصطفی، مسعود او میثم د خپل پلار د جنازې ترڅنګ ولاړ وو.

د علي خامنه یي درې نور زامن مصطفی، مسعود او میثم چې هغوی هم د جګړې له پیل راهیسې په عام محضر کې نه وو لیدل شوي، د جولای په ۵ مه په تهران کې د خپل پلار د جنازې ترڅنګ ولاړ وو.

ټاکل شوې چې د علي خامنه یي د جنازې او ویر مراسم به د شپږو ورځو لپاره د ایران او عراق په بېلابېلو ښارونو کې دوام وکړي او د جولای په ۹مه به په خپل په پلرني ټاټوبي مشهد کې خاورو ته وسپارل شي.

په تهران کې د جولای په ۴ مه د جنازې د مراسمو لومړۍ ورځ د سختو امنیتي تدابیرو، د دولتي امنیتي ځواکونو د پراخ حضور، او د جولای ۵ مه هم د ټول هېواد په کچه د عمومي رخصتۍ په اعلان سره ونمانځل شوه.

چارواکي هڅه کوي چې په راتلونکو ورځو کې د جنازې او ماتم په مراسمو کې میلیونونه کسان برخه واخلي او د دې لپاره یې وړیا ټرانسپورت، خواړه اود استوګنې ځایونه برابر کړي ترڅو د ویر د پراخو مراسمو انځور وړاندې کړي.