د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي،"کولی شم د خامنه اي په جنازه کې لوړپوړي ایراني چارواکي ووژنم خو دا کار نه کوم".
هغه پرون د اکسیوس په نوم یوې امریکايي ویب پاڼې سره مرکه کې وویل،" ټول ایراني لوړپوړي چارواکي هلته دي، کولی شم ټول يې په یو ډز سره له منځه یوسم، خو دا کار نه کوم، ځکه بیا به څوک نه وي چې مذاکرات ورسره وکړو".
هغه وړاندې ویلي،"ایراني چارواکي له امریکا سره یوې موافقې ته د رسیدو لپاره راته زارۍ کوي".
د هغه په ټکو، د خامنه اي د جنازې د مراسمو پر مهال به دواړه خواوې پر یو بل ډز هم نه کوي.
ټرمپ د امریکا د خپلواکۍ د ۲۵۰مې کلیزې د لمانځې په مراسمو کې ویلي و،"ایران ته مو یوه اوونۍ وخت ورکړی چې د خامنه اي د جنازې مراسم ترسره کړي".
له پرون شنبې راهیسې په تهران کې د ایران د پخواني مشر ایت الله علي خامنه اي د جنازې مراسم پیل شوي چې پنجشنبې ورځې به دوام وکړي.