یو شمیر کابل ښاریان: د تودوخې له زیاتیدو سره د برښنا پرچاوي هم زیاته شوې

د پلازمینې کابل یو شمیر اوسېدونکي وايي، لویان او ماشومان شیبه په شیبه په دیواله سوئېچونه یا ټڼۍ ځکه وهي چې ګوندې دوی ناخبره او برښنا راغلې وي، هغه چې د دوی په خبره د دوبي په راتګ او د ګرمۍ په زیاتېدلو سره یې پرچاوي زیاته شوې ده.

د کابل د احمدشاه بابا مینې اوسېدونکي فرید ازادي راډیو ته وویل: " دا یوه اوونۍ کېږي چې برقونه خرابه دي، ماښام ولاړ شي، بیا د شپې دولس بجې، یوه بجه راشي، د ورځې له خوا هم سهار ځي، ګرمه څپه راغلی، مونږ د شپې له خوا تاخانه کې ویده کېږو. "

یوشمیر هغوی چې په بلاکونو کې اوسېږي، وايي له دې امله د اوبو له کمښت سره هم مخ شوي دي.

بلاک کې ژوند سخت دی، اوبه هم په برق دي نو چې برق نه وي اوبه هم نه وي

کلوله پشته کې د یو اپارتمان اوسېدونکې نفیسه وايي: " مونږه په بلاک کې اوسېړو، چې برق نه وي بلاک کې ژوند سخت دی، اوبه هم په برق دي نو چې برق نه وي اوبه هم نه وي، مونږ ټوله شپه په ویښه تېروو چې که برق راشي، یو، دوه سطله اوبه واخلو او ضرورت خپل پرې رفع کړو، سر او ځان پرېمینځو، ځکه ګرمي زیاته ده. "

د طالبانو حکومت د برښنا شرکت ویاند محمد صادق حق پرست په کابل کې د برښنا د کمښت د ستونزې په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې خو مخکې دغه شرکت ویلي وو چې ژمي او دوبي کې د غوښتنو د زیاتوالي خو د برښا د کمښت له امله پرچاوۍ زیاتېږي او دوی ناچاره دي چې په نوبت سره یې ټولو ته وویشي.

د معلوماتو او احصایې ملي ادارې په ۱۴۰۰ کال کې ویلي وو، چې کابل کې له پنځو میلیونو زیات کسان اوسېږي.

د برښنا د برخې یو شمیر انجیران وايي، د کابل د برېښنا ستونزه له لسیزو راهیسې موجوده ده او د هواري لپاره یې باید یو علمي منجمنټ او سمه پلانګذاري رامنځته شي.

تر څو چې یو سم منظم علمي منجمنټ منځته رانشي او سمه پلان ګذاري ونشي، فکر کوم چې دا مشکل به دوام لري

له دې ډلې انجنیر ګلاجان حیران ازادي راډیو ته وویل: " تقریباً دېرش، څلوېښت کاله کېږي چې کابل، افغانستان کې د انرژۍ کمبود شته، مختلف عوامل لري، له دې جملې کولای شو، په دې سکتور کې د عدم سرمایه ګذارۍ یا کمې پانګونې خبره وکړو، انرژیکي منابع چې لرو د هغې عدم انکشاف، مثلاً د باد، سکرو، ګازو او سولر په برخه کې ډېر انکشاف نه دی راغلی، توجه نه ده شوې، بل په دغه شلو کلونو کې هیڅ د تولید نوې منبع منځته رانغله، هماغه د ازبکستان، تاجکستان انرژي ده چې دا به یې په ولایتونو تقسیموله، تر څو چې یو سم منظم علمي منجمنټ منځته رانشي او سمه پلان ګذاري ونشي، فکر کوم چې دا مشکل به دوام لري. "

نوموړی د دغې ستونزې د حل لپاره دغه شان کابل سره له ترکمنستانه د وارداتي برښنا د مزو په نښلولو ټینګار کوي، چې په خبره یې هم په زیاته کچه انرژي لري او هم یې قیمت مناسب دی خو په خبره یې له ۲۰۱۳ کال راهیسې تر اوسه دا کار نه دی شوی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان برښنا شرکت وخت په وخت د برښنا د تولید په برخه کې د یو شمیر لویو او وړو پروژو د تړونونو خبره کړې ده.

دغه شرکت تازه د چنګاښ په یولسمه په خپله ایکس پاڼه لیکلي، یو ترکي شرکت غواړي چې افغانستان کې له خځلو څخه د برښنا د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.

په خبر کې راغلي، چې د ( NKY ) په نوم یاد شرکت د نړۍ په ۲۰ هیوادونو کې د برښنا په برخه کې د پانګونې تجربه لري.

مخکې د تېر کال په سلواغې میاشت کې د برښنا شرکت او افغان سوداګر میرویس عزیزي تر منځ د ۸۴۵ میګاواټه برښنا د تولید د ۵ پروژو تړونونه لاسلیک شوي وو چې د برښنا شرکت په ټکو ظرفیت یې ګاونډیو هیوادونو څخه د وارداتي برښنا له کچې سره تقریباً برابر دی.

برښنا شرکت دا هم ویلي وو، چې په دغو پروژو ټولټال ۴۶۳ ملیونه ډالر لګښت راځي او له ۲- ۳ کلونو موده کې به بشپړې شي.

د راپورونو پر بنسټ افغانستان دامهال د خپلې اړتیا اتیا سلنه برښنا له ګاونډیو هیوادونو لکه تاجېکستان، ازبېکستان، ترکمنستان او ایران څخه ترلاسه کوي چې کله ناکله د تخنیکي او طبیعی عواملو له کبله پرې شي او خلک له ډېرو پرچاویو په ځانکړي ډول په ژمي او دوبي کې سرټکوي.