د ایران د پخواني مذهبي مشر ایات الله علي خامنه اي د جنازې لمونځ د هغه د زوی او ځایناستي مجتبی خامنه اي له حضور پرته د جعفر سبحاني په امامت ادا شو.
نن یکشنبې په ځايي وخت د سهار اته بجې د تهران په مصلي کې د خامنه اي جنازه د ایران د درې واړو قوو مشرانو او نورو جګپوړو چارواکو په حضور کې ترسره شوه.
په جنازه کې د خامنه اي درې نورو زامنو ګډون درلود.
ایات الله علي خامنه اي پر ایران د امریکا او اسراییلو په بریدونو کې څلور میاشتې وړاندې ووژل شو.
هغه مهال د ایران د اوسني مشر مجتبی خامنه اي د ټپي کیدو راپورونه ورکړل شوي وو.
په تیرو څو میاشتو کې د مجتبی خامنه اي کوم ویډيويي او یا غږیز پیغام نه دی خپور شوی.
د ایات الله علي خامنه اي د جنازې مراسم به تر پنجشنبې ورځې به دوام وکړي.
د هغه جنازه به له تهرانه د عراق کربلا او نجف ښارونو ته هم ولیږدول شي.
تراوسه په زرهاوو کسانو د خامنه اي د جنازې په مراسمو کې ګډون کړی دی.