د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وایي، ترکیې د ایران او امریکا ترمنځ د اسلام آباد د تفاهم لیک د لاسلیک کیدو لپاره هڅو کې مهم رول لوبولی دی.
نوموړي دغه څرګندونې د شنبې په ورځ له ترکیې څخه د کتنې په ترڅ کې د ترکیې له ولسمشررجب طیب اردوغان سره استانبول کې په یوه ګډه خبري غونډه کې وکړې او زیاته یې کړه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ همکاري یوازې په خبرو پورې نه رالنډیږي بلکې مشخصو اقدماتو هغه غښتلې کړې ده.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان بیا وویل چې ترکیه او پاکستان یو ځل بیا خپله ژمنتیا تازه کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارډه ډالرو ته ورسوي.
اردوغان زیاته کړه چې ترکیه خپل پانګه وال هڅوي چې په پاکستان کې لا ډېرې پانګونې وکړي او په اقتصادي فعالیتونو کې فعاله ونډه واخلي.
هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې د دفاعي صنعت، انرژۍ، ټرانسپورټ، مهمو طبعي زېرمو اود معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې به د نویو ګډو پروژو له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري لا پراخه شي.