د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت: افغانستان او بنګله دیش د دوه اړخیزې سوداګرۍ ډیرظرفیتونه لري

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان او بنګله دیش ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري ډیرظرفیتونه لري چې باید د دواړو هیوادونو د اقتصادي ودې لپاره وکارول شي.

په هغې خبرپاڼه کې چې د دې وزارت ویاند عبدالقهاربلخي د شنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې خپره کړې، دغه څرګندونې امیرخان متقي په تهران کې د بنګله دیش د پارلمان له ریس حافظ‌الدين احمد سره په کتنه کې کړي دي. د بیان له مخې په دې ناسته کې د افغانستان او بنګلدیش ترمنځ د دوو اړخيزو اړيکو د پراختيا، په ځانګړې توګه د سوداګريزو اړيکو د ودې په اړه خبرې وشوې.

د ښاغلي بلخي په خبره د بنګلديش د پارلمان رئيس د دواړو هېوادونو اړيکې تاریخي وبللې او د افغانستان له اقتصادي بيارغونې سره يې د سوداګريزو اړيکو غوړېدا د دواړو لوريو لپاره ښه فرصت وباله.

د راپورونو له مخې له کله چې له پاکستان سره د افغانستان سوداګري په ټپه دریدلې، د طالبانو حکومت په سیمه کې د بنګله دیش په ګډون نورو هیوادونو سره د سوداګرۍ د راکړې ورکړې لپاره هڅې زیاتې کړې دي. د ۲۰۲۵ کال راهیسې د بنګله دیش او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره د طالبانو څو سوداګریزو پلاوو له بنګله دیش څخه کتنې ترسره کړي دي.