د ایران د پخواني مشر جسد د جنازې لپاره د تهران یوې مصلا ته انتقال شو

د ایت الله خامنه ای او دهغه د کورنۍ د ځینو غړو تابوتونه د تهران مصلا ته انتقال شول

د ایران حکومت د پخواني مشر علی خامنه ای د جنازې لپاره خاص مراسم پیل کړي دي.

ایت الله خامنه ای، د کورنۍ یو شمیر غړي او ملګري یې څه دپاسه څلور میاشتې مخکې په ایران باندې دامریکا او اسرائیل د ګډ برید پیل کې ووژل شول.

ایراني رسنیو د جمعې په ورځ رپوټ ورکړ چې دخامنه ای جسد دتهران مصلا ته انتقال شوی دی.

دغه رپوټونه وايي بهرني پلاوي ټاکل شوې د ایران پخواني مشرته د درناوي مراسم پرځای کړي.

افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا مرستیال ملا عبدالغنی برادر او بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقی هم ددغو مراسمو لپاره تهران ته تللي دي.

د ایران د حکومت چارواکو د خامنه ای د جنازې او خاورو ته سپارلو لپاره دیوې اونۍ پروګرام برابر کړی دی او هیله لري چې په «ملیونونو» کسان په کې برخه واخلي.

خو د خامنه ای د څه دپاسه دیرش کلنې واکمنۍ په دوران کې ګڼ شمیر ایرانیان د ځپنې ، ګواښ ، ویرې، او سیاسی- اجتماعي اختناق سره مخامخ وو.

حتی تردې چې د کب په نهمه یې د مرګ له اعلان وروسته ځینو ایرانیانو خوښې څرګنده کړه چې دا موضوع وروسته د یوشمیر ایرانیانو د نیول کیدو اودهغوی په حق کې د درنو سزاګانو د صادریدو سبب شوه او ځینې حتی د اعدام له خطر سره هم مخامخ شول.