ناټو کې د امریکا استازی : له ایران سره د جګړې اړوند اختلافات پای ته رسېدلي

ناټو کې د امریکا دایمي استازی متیو ویتاکر

ناټو کې د امریکا دایمي استازی وايي چې له ایران سره د جګړې په تړاو د واشنګټن او ځینو متحدانو ترمنځ اختلافات اوس پای ته رسېدلي دي.

متیو ویتاکر ویلي، هغه کړکېچونه چې د ایران پر ضد د پوځي عملیاتو له امله رامنځته شوي وو، اوس له منځه تللي او د ناټو غړي انقره کې د مشرانو د راتلونکې غونډې په درشل کې ډېر همغږي شوي دي.

ویتاکر خبریالانو ته وویل، ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې امله ناخوښ و چې د ناټو ځینو غړو هېوادونو امریکا ته اجازه ورنه کړه چې د ایران پر ضد په عملیاتو کې د دوی اډو یا هوايي حریم څخه استفاده وشي او وروسته یې پر دې بریدونو نیوکې هم وکړې.

د راپورونو له مخې، د ایران وروستۍ جګړه او د اوکراین د جګړې اړوند مسایل د ناټو د راتلونکې سرمشریزې له مهمو موضوعاتو څخه دي.

ټاکل شوې چې دا غونډه د دفاعي بودجې پر زیاتوالي، د پوځي صنایعو د ظرفیت پر پراختیا او په منځني ختیځ کې د ناټو پر رول متمرکزه وي.