ملګري ملتونه: افغانستان کې د تریاکو د تولید چټک کموالي بازار بدل کړی

ارشیف

ملګري ملتونه په خپل نوي رپوټ کې وايي افغانستان کې د تریاکو د تولید چټک کموالي بازار بدل کړی . خو بلخوا افغان بزګران شکایت کوي چې دبدیل کښت کافي مرسته نه ده ورسره شوې. د مخدره توکو او جرمونو په وړاندې مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو دفتر،(UNODC) وايي افغانستان کې د تریاکو تولید ۹۵ سلنه راټیټ شوی.

په داسې حال کې چې ملګري ملتونه په خپل نوي راپور کې وايي چې په افغانستان کې د تریاکو د تولید چټک کموالي په نړیواله سطحه د ناقانونه نشه یي موادو بازار بدل کړی دی افغان بزګران شکایت کوي چې د بدیلو کښتونو په برخه کې ورسره کافي مرسته نه ده شوې.

د بدخشان ولایت د درایم ولسوالۍ یو بزګر، چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي په دې وروستیو کې ازادي راډیو ته وویل چې خپلې بې وزلۍ ته اندیښمن دی.

زموږ اندیښنه د بې وزلۍ او بې کارۍ له امله ده، هسې نه چې ټول له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ شي.
د بدخشان یو بزګر


" هغه سیمې چې حکومت ته د لاسرسي وړ او سړک ته نږدې دي نه دي کرل شوي. ډیری خلکو په کې بدیلونه لکه غنم، وربشې او نخود کرلي دي، بدیل هم نه دی ورکړل شوی، زموږ اندیښنه د بې وزلۍ او بې کارۍ له امله ده، هسې نه چې ټول له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ شي."

دغه راز دنیمروزولایت د چهاربرجک ولسوالۍ یو بزګر چې هغه هم نه غوښتل نوم یې راپور کې واخیستل شي په دې وروستیو کې ازادي راډیو ته وویل چې د دوی په سیمو کې د کوکنارو کښت منع دی، خو اوبه کمې او سړک هم خراب دی او دوی نه شي کولای خپل حاصلات بازارته ورسوي.

زموږ لومړۍ غوښتنه دا ده چې لږ تر لږه د کښت په موسم کې اوبه خوشې شي ترڅو خلک وکړای شي کښت او کرنه وکړي، دویمه غوښتنه مو له حکومته دا ده چې هغه سړک جوړ شي
د نیمروز یو بزګر


" زموږ لومړۍ غوښتنه دا ده چې لږ تر لږه د کښت په موسم کې اوبه خوشې شي ترڅو خلک وکړای شي کښت او کرنه وکړي، دویمه غوښتنه مو له حکومته دا ده چې هغه سړک جوړ شي چې له دې ولسوالۍ څخه زرنج ښار ته ځي، ځکه خلک نه شي کولای په اسانۍ خپل محصولات یوسي، اصلاً دلته هندوانه ډیره ښه کرل کیږي، خو هیڅوک یې د پلور لپاره نه کري ځکه چې د لیږد لپاره یې ښه لاره نشته."

د مخدره توکو او جرمونو په وړاندې مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو دفتر،(UNODC)په خپل نوي راپور کې وايي په افغانستان کې د تریاکو د تولید چټک کمښت د نړۍ په کچه دناقانونه مخدرو موادو بازارونو کې بدلون رامینځ ته کړی دی.

وروسته لدې چې افغانستان کې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ کال اپریل میاشت کې د کوکنارو په کرنه او د تریاکو په کاروبار یو مخ بندیز ولګاوه ،ملګري ملتونه وايي افغانستان کې له ۲۰۲۳ کال راهیسې د تریاکو تولید ۹۵ سلنه راټیټ شوی، چې له امله یې د هیروئینو عرضه محدوده شوې ، شته زېرمې په ختمېدو دي، او د مخدره موادو قاچاقبرانو په زیاتېدونکې توګه مصنوعي (سنتیتیک) بدیلو موادو ته مخه کړي.

رپوټ وايي سره لدې چې د میانمار د تریاکو تولید چې په ۲۰۲۱ کال کې ۴۲۰ ټنه وو او په ۲۰۲۵ کال کې څه دپاسه زرو ټنو ته ورسیده او ورسره د لاوس او مکسیکو تولیداتو هم د افغانستان د ۲۰۲۲ کال د ۶۰۰۰ ټنو تریاکو ځای و نه نیو.

راپور خبرداری ورکوي چې که د نباتي منابعو څخه ترلاسه کېدونکو مخدرو موادو پر ځای مصنوعي مخدرو موادو ته مخه شي، نو دا به د نړۍ د مخدرو موادو بازار په دایمي توګه بدل کړي. رپوټ زیاتوي چې دا بدلون ښايي لا زیات روغتیايي خطرونه هم ځکه رامنځته کړي چې ځینې مصنوعي مخدر مواد د فینټانیل څخه هم ډېر قوي او اغېزمن دي.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال د نشه توکو راپور وايي په داسې حال کې چې مصنوعي مخدر مواد د نشه یې ناقانونه موادو بازار بدلوي،اوس په نړۍ کې د پخوا په پرتله ډیرخلک نشه یي توکي کاروي او زیانګالو ټولنو ته یې د روغتیا له پلوه لازیات خطرونه رامینځ ته کړي دي.

د ملګرو ملتونو راپور وايي چرس بیاهم د نړۍ په سطحه ترټولو ډیرکاریدونکي مخدر مواد دي چې ۲۵۶ ملیونه خلک یې کاروي او ورپسي افیوني مواد د( ۶۳ ملیون)، امفیتامینات د(۳۲ ملیون) او کوکایین (۲۵ ملیون) خلکو لخوا کارول کیږي.